1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د IS یا « اسلامي دولت» ډلې مخه به څوک ونیسي؟

بیرگټ سوینسون/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

په عراق او سوریه کې د خلافت تر اعلان یو کال وروسته د« اسلامي دولت» ډله تر بل هر وخت ډیره پیاوړی شوې ده. د یو شمیر بریالیتوبونو سربیره څو ملیتي پوځي ائتلاف نه دی بریالې شوې چې دغه ډله پر شا وتنبوي.

https://p.dw.com/p/1Fobm
Syrien IS-Kämpfer
انځور: picture-alliance/Balkis Press

په عراق او سوریه کې د خلافت تر اعلان یو کال وروسته د« اسلامي دولت» ډله تر بل هر وخت ډیره پیاوړی شوې ده. د یو شمیر بریالیتوبونو سربیره څو ملتي پوځي ائتلاف نه دی بریالې شوې چې دغه ډله پر شا وتنبوي. د (IS) یا «اسلامي دولت» ډله د خلافت د اعلانولو د لومړی کلیزې په ورځو کې د دغې ډلې جنگیالیو د فرانسې د لیون ښار ته نږدې د گازو په یوې فابریکي کې د دغه شرکت د مشر سر پری او د دغه شرکت پر عمومي دروازه یې وزړاوه.

د تونس په سوسه ساحلي سیمه کې د«اسلامي دولت» ډلې جنگیالیو پر سیلانیانو ډزې وکړی او په کویت کې یې د شعیه گانو پر یو جومات بمي برید وکړ. په دریو مختلفو براعظمونو کې یوازی د دوو ساعتونو د ځنډه سره دري بریدونه ترسره شول. هدف واضح دی: مونږ په هر ځای کې یو او کولې شو په هر وخت کې مشخص اهداف په نخښه کړو.

کله چې له نن څخه یو کال مخکې ابوبکر البغدادي د خلافت اعلان وکړ او ځان یې په خپله خلیفه ابراهیم وپيژانده د دغې ډلې جنگیاليو یوازی په عراق او سوریې کې فعالیت درلود. په ډیرې چټکې سره دوی د عراق په شمال کې لوې سیمې تر خپل کنترول لاندی راوستلې. په عراق کې د موصل او په سوریې کې د الرقه ښارونو په نیولو سره دوی وتوانیدل چې یو منسجم جوړښت رامنځته کړي او له هغه ځای خپل تر نفوذ لاندی ساحې پراخې کړي.

جهادیان تر خپل نفوذ لاندی ساحو د پراخولو په حال کې دي


نن د داعش یا« اسلامي دولت» ډلې د خلافت نقشه بل ډول ده. دغه ترهگره ډله د عراق او سوریې په خونړۍ جگړه کې ښکیلو سیمو کې چې اوس هم بې ثباته دي تر خپل کنترول لاندې د راوستو په حال کې ده او د خپل نفوس ساحه لا پسې پراخوي. تیر کال د اکتوبر میاشتې په اوایلو کې په مصر کې د سینا نیمه ټاپو د خلافت سره د یوځای کیدو اعلان وکړ، او څو ورځې وروسته د لیبیا ځینې برخې له «اسلامي دولت» ډلې سره یوځای شوې.

Sousse Tunesien Stadtansicht
انځور: picture-alliance/dpa/B. Schakow

د نړیوالو مرستو سربیره د یو کال په تیریدو سره د« اسلامي دولت» ډله د پرمختگ او پیاوړی کیدو په حال کې ده. په پیل کې هیڅ چا دا تصور نه کاوه چې دغه ډله به دومره په چټکې سره پرمختگ وکړي او په دومره لوړ شمیر کې جنگیالي به له بهرنیو هیوادونو څخه له دوی سره یوځای شي.

وروسته له ماتې قدرت ته رسیدل


په اوس وخت کې په نړیواله کچه د څو هیوادونو ځواکونه د«اسلامي دولت» ډلې د جنگیالیو چې شمیر یې شاوخوا ۳۵ زره تنو ته رسیږي، د پر شا تمبولو له پاره په گډه مبارزه کوي. د امریکا متحده ایالاتو د هوایې ځواکونو الوتکې د دغې ډلې د مرکزونو د بمبارولو له پاره د ورځې ۷،۵ میلیونه ډالره مصرفوي.

د اروپا او سعودي عربستان وسلې هم د دغې ډلې پر وړاندی د مبارزی په برخه کې کارول کیږي. د ځمکې له لاری د عراق پوځ چې ویل کیږي د ایران شعیه ملیشه و له خوا یې ملاتړ کیږي، د سوریې پوځ او کردي واحدونه د«اسلامي دولت» ډلې د جنگیالیو پر وړاندی جنگیږي. دغه ځواکونه وتوانیدل چې د سوریې په کوباني او د عراق په تکریت کې د«اسلامي دولت» جنگیالیو ته ماته ورکړي.خو په وروستیو اوونیو کې د«اسلامي دولت» ډلې جنگیالي وتوانیدل د عراق او سوریې په یو شمیر سیمو کې خپل نفوذ بیرته پراخ کړي. په عراق کې د رمادي ښار په مرکز کې د دغه هیواد پوځ د دریم ځل له پاره ماته وخوړه. اسلامي دولت ډلې د سوریې د پالمیرا تاریخي ښار هم د دغه هیواد له پوځ څخه ونیوه. په دې وروستیو ورځو کې په کوباني او تکریت کې د سختو جگړو رپوټونه ورکړل شوې دي.

د جهادیانو برلاسي


دا چې ولی د اسلامي دولت ډلې پر وړاندی مبارزی تر اوسه پوری چندانې ښه نتیجه نه ده ورکړی، معمولاً دې پوښتنې ته په دې شکل سره ځواب ورکول کیږی چې« دا یو ډیر مشکل او متحرک دښمن دی چې چریکی جگړه پر مخ بیایې.»

ایراني الاصله نوید کرماني د « د قران او کافکا تر منځ» په خپل آلماني کتاب کې لیکلي دي چې د«اسلامي دولت» ډله په هم هغه اندازه قوي او پياوړی ده چې مخالفان ورته اجازه ورکوي. نوموړی وړاندی لیکي: « مونږ یوازی هغه وخت کولې شو ترهگرۍ ته ماته ورکړو چې د ترهگرۍ ریښې او ملاتړ کونکي له منځه یوسو.» په دې ځای کې ځانگړی مسئولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې دغه زورزیاتې د هغو تر نامه لاندی ترسره کیږي.