1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G8 سرمشرايزه په فرانسه کي

۱۳۹۰ خرداد ۵, پنجشنبه

نن د فرانسي د دوویل په تفريحي سيمه کي د اتو صنعتي هيوادونو چي په G8 هم مشهور دي، سرمشرايزه دايره شوي ده. په جاپان کي اتمي ناورين، د عربي نړي بدلونونه او د نړيوال وجهي صندوق راتلونکي مشري د غونډی مهم موضوعات جوړوي

https://p.dw.com/p/11OK4
د جی اته ځینی مشران
د جی اته ځینی مشرانانځور: AP

د G8 د دي سرمشرايزه په وړاندي مخالف مظاهره کونکي هيڅ کوم کار نه شي کولاي. ځکه امنيت یی ټینګ ساتل شوی دی. د غونډي ټاټوبي دوویل (Deauville ) کی چي يو تفريحي ځاي دی، کابو 12000 پوليس مستقر شوی دي

د غوڼډي د بندو بست لګښت ډیر زیات دی. د هغي کوربه، د فرانسي ولسمشر نيوکلا سارکوزي په لومړی سر کی غوښتل چی د خپلو G8له ملګرو سره یواځي د انترنت د راتلونکي په هکله خبري وکړي. خو د دغی غوندي اجندا وروسته له هغی پراخه شوه چی په جاپان کي زلزله او سمندري توپان پيښ شول او په نتيجه کي يي په دی هيواد کی د اتمي دستګاوه ناورين رامنځ ته شو.

د G8 د دغي غونډي د تياري په لړي کي د جاپان د صدراعظم، خبرو ته پام واړول شو چي وويل: «زه غواړم چي خپله اراده څرګنده کړم چي جاپان به د دري اتمي بټيو له کړکيچ څخه په پوره پياوړتيا سر راپورته کړي. زه به دا نړي او د G8 دغړو هيوادونو مشرانو ته ډاګه کړم.»

د دي خبري په اوريدو سره سارکوزي تصميم ونيو چي د G8 په دي سرمشرايزه کي په لومړي سر کي د جاپان صدراعظم ته وار ورکړي چي خبري وکړي. سارکوزی د نړیوالو اتمی بټیو امنیت مهم وګانه او وویل: «مونږ بايد دغه د نه پايښت وړ وضعيت ته خاتمه ورکړو چي د هستوي انرژي د امنيت د خوندي ساتني لپاره نړيوال نورمونه وجود نه لري.»

په دي باندي البته ټول موافق دي چي د اتمي دستګاو امنيت خوندي وساتل شي، خو دا چي د انرژي له دغي سرچيني څخه په بشپړه توګه لاس واخيستل، ګمان نه کیږی چی په دی سرمشزرایزه کی پری فکر هم وشی. د آلمان صدراعظمه انګلا مرکله چی هیواد یی د G8 یو مهم غړی دی وایی چی په اږده موده کی باید د اتمی انرژی دستګاوه په بشپړه توګه وتړلی شی. خو هغه له خپلی دی غوښتنی سره په دغي سرمشرايزي کي يواځي پاتي شي.

يواځي کله چي د نړيوال وجهي صندوق د راتلونکي د مشري خبره چي رسما د سرمشرايزي په اجنداء کي شامله هم نه ده، راپورته شي او انګلا مرکل د فرانسي د ماليي له وزيري، کريستين لاګرد (Christine Lagarde) څخه د يو داسي رياست لپاره د کانديد په توګه ستاينه وکړي، نو ښايي د غوڼدي د نورو برخه والو پام ورته واړول شي او ټول ور سره د تاييد سر وښوروي، حتي که هغه د نړيوال وجهي صندوق د مشري لپاره د صنعتي کيدو په حال کي د هيوادونود غوښتنه رده هم کړي. هغوي حتي که چيري اجازه ولري غواړي چي هغه څوک د دغي مشري لپاره وټاکي چي انګلا مرکل تري مخکي يادون کړي.

مرکل له دی وویل:«په اوسني وخت کي چي مونږ د ايرو د پيسو له کړکيچ سره مخامخ يو غوره ده چي د نړیوال وجهي صندوق په دي برخه کي پراخه ونډه واخلي، نو په دي وجه ښه ده چي د هغه د مشري لپاره يو اروپايي کانديد ولرو.»

د داسي يو وړانديزغږ د G8 په دي سرمشرايزه کي ښه لګيږي، ځکه د نوموړي صندوق په سلو کي 50 تمويل کونکي په هغي کي ګډون لري. معني دا چي داسي يو وړانديز په سلو کي 50 رايي راخپلي کولاي شي.

سره بيره پر دي ښايي سړي تعجب ونه کړي چي د افريقا په شمال کي د بدلون په حال کي د هيوادونو خلک هم د G8 دغي سرمشريزي ته سترګي وغړوي تر څود د دغه شتمن کلوپ څخه د خپل ژوندانه د يو نوي پيل لپاره مالي مرستي لاس ته راوړي. څرنګه چي ولسمشر بارک اوباما هم په وار وار سره ويلي دي جي د افريقا په شمال کي روان بدلون نړي له يوي تاريخي ننګوني سره مخامخ کړي ده. اوباما وویل: «له لسيزو را په دي خوا په دغي سيمه کي مونږ نړي هيسي چي وه هسي مو منلي وه، خو اوس يو نوي چانس لرو چي هغه يوه نړي جوړه کړو چي بايد وي. »


په دغي سرمشرايزي کي البته د فرانسي ولسمشر نيکولا سارکوزي ښايي د دغو هيوادونو لپاره چڼډه ټوله نه کړي. د هغه پر ځاي د حکومتونو او دولتونو مشران په دي هکله سلا او مشوري وکړي چي څرنګه کيداي شي د شمالي افريقا په هيوادونو لکه مصر او تونس کي اقتصادي څرخونه په خوښت راوړل شي. د اوباما له نظره دغه هيوادونه نه يواځي مرستي، بلکه تجارت او نه يواځي ملاتړ بلکه پانګو اچونو ته اړتيا لري.

رايترز اندرياس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: بريښنا صابر