1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G-8 مشران نن په کیمپ ډیوډ کې غونډه کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/14xIG

په پام کې ده چې د G-8 په نامه د پرمخ تللي صنعتي هیوادونو مشران به په کیمپ ډیوډ کې سره نن راټول او یو دوه ورځنې غونډه به تر سره کړي. په دغه غونډه کې به د اروپا د مالي بحران پر سر خبرې اتر وشي. اټکل کیږي چې پر دې سربیره به د یونان د اقتصادي کړکیچ په اړه هم خبرې وشي. د جې اته غونډه په داسې حال کې جوړیږې چې فرانسوا اولاند د اروپا د اقتصادي پرمختګ د موافقې د تصویبولو غوښتنه کړی ده. له بلې خوا په یونان کې سیاسي بحران تر اوسه پای ته نه دئ رسیدلی. تمه کیږې چې د غونډې ګډونوال به د دغو موضوعاتو په اړه توضیحات وړاندې کړي.

د هغو موضوګانو فهرست چې د جې اته د غونډې په اجنډا کې ځای لري د هغه وخت په پرتله چې د ۲۴ ساعتونو څخه کم او د دغې غونډې له پاره ټاکل شوې اوږد دئ. د افریقا له پاره د خوراکي توکو د برابرلو څخه نیولې بیا د ایران د اټومې لانجې، د افغانستان څخه د بهرني ځواکونو وتل، له سوريي سره د چلند د څرنګوالې او د شمالې کوریا څخه د اقلیم ساتنې پورې مسایل شامل دي.