1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د CIA پېسې مو جنگسالارانو ته نه دي ورکړې»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۴, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د شنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د امریکا استخباراتي اداره CIA د هغه دفتر ته د پېسو د ورکولو لړۍ جاري وساتي. کرزي ټینګار وکړ چې افغان حکومت دغه پیسې جنګسالارانو ته نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/18SHk
#49479497 - Suitcase with 100 dollar bills on grey background Autor Africa StudioPortfolio ansehen Bildnummer 49479497 Land Ukraine
Symbolbild Geldkoffer Dollarانځور: Fotolia/Africa Studio

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغانستان له تیرو لسو کلونو راهیسې د امریکا له استخباراتي اداري CIA څخه په میلیونو ډالر ترلاسه کړي دي او د هغوی د مصرف حساب یې بیرته دغې ادارې ته سپارلی دی.

تر دې مخکې امریکايي ورځپاڼې نیویارک تایمز په يوه رپوټ کې ویلي وو چې CIA په تیرو سلو کلونو کې د ولسمشر کرزي دفتر ته په میلیونو ډالر ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې افغان حکومت دغه پیسې جنګسارانو ته نه دي ورکړي. کرزي وویل چې دغه پیسې د روغتیا او زده کړې په برخو کې مصرف شوي دي او د هغوی د مصرفیدو د څرنګوالي په اړه پوره معلومات د امریکا استخباراتي ادارې ته هم ورکړل شوي دي.

کرزي وویل: «دغه پیسې جنگسالارانو ته نه دي ورکړل شوي. د پسو ډیره برخه د دولت پر کارکوونکو باندې مصرف شوې ده. د بیلگې په توگه زموږ ساتونکو ته هم له همدغو پېسو څخه معاش ورکړل شوی دی... دغه پېسې سازمانونو ته نه بلکې اشخاصو ته ورکړل شوې دي.»

کرزي وویل چې د دغو پېسو د مصرفیدو پوره حساب یې امریکایي چارواکو ته ورکړی دی. هغه زیاته کړه: «دغه پیسې د بیلابیلو کارونو له پاره مصرف شوي دي. د مصرف یوه برخه د ناروغانو درملنه، بهر ته د افغان محصلیونو پر استولو مصرف شوې ده... موږ د خپلو لگښتونو پوره حساب د امریکا دولت ته ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نیویارک تایمز ورځپاڼې ویلي وو چې د CIA له خوا افغان دولت ته د ورکړل شوو پیسو یوه برخه جنگسالانو ته سپارل شوې ده ترڅو هغوی آرامه پاتې شي او د افغانستان وضعیت یو ځل بیا کړکیچن نه کړي.

کرزي د شنبې ورځې خبري کنفرانس ته وویل چې هغه به له ټولو هغه مرستو او پیسو څخه گټه پورته کړي چې نور هیوادونه یې افغانستان ته ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب