د CIA په تاريخ کي ډيره لويه ضايعه
۱۳۸۸ دی ۱۱, جمعهد امريکې ولسمشر بارک اوباما د وژل شويو استخباراتی کارکوونکو قدرداني وکړه او ياده يې کړه چې په افغانستان کی به د دوی د استخباراتی کار کموالی محسوس وی .
د امريکې د متحدو ايالتونو د استخباراتو د ادارې سی آی اِې مشر ليون پانيتا په رسمی ډول د افغانستان په جنوب د خوست په ولايت کې د خپلو اوو تنو کارکوونکو د وژل کيدو پخلۍ وکړ . د سی آی اِې شپږ تنه نور کارکوونکی په همدغه پيښه کې چې د چارشنبې په ورځ د خوست په ولايت کې وشوه ، ټپيان شوی دی .
د امريکې د متحدو ايالتونو رسنۍ دغه بريد د سی آی اِې د ادارې په تاريخ کې ستره ضايعه بولی . دوی دغه راز رپوټ ورکوی چې د امريکې د استخباراتو پر اډه باندې ګوزار د يوه افغان ميلمه شوي ارتباطی کس لخوا شوی دی .
د اِې بی سی ټلويزيون د CIAد افسرانو له قوله رپوټ ورکوی چې دغه سړی د امنيتی تګلارو پر خلاف اډې ته په رسيدو سره د ساتونکو لخوا نه وو تلاشی شوی .
د دغه ځانمرګي ګوزار له کبله اته تنه ووژل شول ،چې اوه تنه يې د سی آی اِې کارکوونکي وه .
د چارشنبې د ورځی د ځانمرګي بريد پړه سخت دريځو طالب اسلاميستانو په غاړه اخيستې ده .
دغه بريد د هغه بريد راهيسي چې په 1983 کال کې د لبنان په پلازمينه بيروت کې پريوه پوځی اډه د بريد له امله 8 تنه ووژل شول، لويه ضايعه د استخباراتو د ادارې لپاره بلل کيږی .
هغه وخت د امريکې د متحدو ايالتونو د اتباعو 241 تنه او58فرانسويان ووژل شول .
د امريکې د رسنيو د رپوټونو له مخې، د 2001 کال د سپتمبرتر ګوزارونو وروسته، تر اوسه د سی آی اِې د کارکوونکو فقط 4 تنه وژل شوی وه .
د سی آی اِې مخکينی اجنټ او اوس وخت د ټلويزون د خپرونو چلوونکي جيک رايس وويل، دغه بريد کولای شی په افغانستان کې د سی آی اَې پر کارکوونکو خلصه اغيزه ولری .
وژل شوی کارکوونکي ښايي په خپله دنده کې د نړی د تر ټولو ځوانانو څخه وه، چې ځای به يې خالی پاته وی . سربيره پردې هغه اړيکي چې دوی په سيمه کې موندلي وو، د دوی له مرګ سره له منځه ولاړل .
AFPD/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی : محمد قاسم نوري