د CIA مشر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده
۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبهد متحده ایالاتو د استخباراتي ادراې CIA مشر دیوید پیتریوس د واده څخه پرته «د یوې بهرنۍ اړیکي» له امله د خپلې دندې استعفا کړې ده. دغه څلور ستوري لرونکي امریکایي جنرال د استخباراتي ادارې کارکوونکو ته په یوه خط کې لیکلي دي چې له ولسمشر بارک څخه یې د خپلې استعفی غوښتنه کړې ده. د پیتریوس په وینا چې د استخباراتي ادراې د مشر او د یوه خاوند په توگه دغسې عمل د قبلولو وړ نه دی. د پیتریوس د واده کولو څخه ۳۷ کاله تیریږي.
زیاته شوې ده چې اوباما د هغه استعفی منلې ده او له دغه ۶۰ کلن څخه یې د «فوق العاده» خدماتو د تر سره کولو له امله مننه کړې ده. پیتریوس په عراق او افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځونو د عمومي قوماندان په توگه هم دندې تر سره کړي دي. هغه د ۲۰۱۱م کال د سپتمبر د میاشتې راهیسې د متحده ایالاتو د څارگرې ادارې د مشر په توگه دنده تر سره کوله.