د CIA او ISI مشرانو سره لیدلي دي
۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعهد پاکستان د استخباراتي شبکي ISI مشر جنرال شجاع پاشا په خپل دي لنډ سفر کی د امریکا د استخباراتي شبکي CIA له سرپرست مشر مایکل موریل سره لیدلي دي. د CIA یو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي:« د دواړم مشرانو تر منځ لیده کاته په ښه فضا کی تر سره شوي.»
دغه چارواکي زیاته کړي:« هغوي د ډیرو داسي پریکړو په سر هوکړي ته رسیدلي چی د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت په ښه کولو کي به مرسته وکړي.» خو پدي اړه یی نور جزیات ورنکړل.
په واشنګټن کی د پاکستان د سفارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چي دغه غونډه به د دواړو هیوادونو د استخباراتي شبکو د ملګرتیا تر منځ د انډول په ساتلو کی مرسته وکړي.
دغه چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي:
«دواړو خواو په دي هو کړه کړي چی د استخباراتي شبکو د وړاندي پرمختګ په لور قدم کیښودل شي. دغه سفر د دواړو هیوادونو د استخباراتي شبکو تر منځ اړيکي په مکمل ډول لاري ته بیرته برابري کړي.»
د امنیتي څیړونکو په آند په دي خاص وخت کی د پاشا سفر اصلا د دواړو هیوادونو تر منځ د ترینګلتیا را ټیټول دي. د روان کال د می د میاشتي په دوهمه نیټه پلازمینی اسلام آباد ته څیرمه د امریکايي ځانګړو پوځونو په لاس د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي خورا ډیري ترینګلي شوي دي.
د پاشا دا سفر په داسی وخت کی تر سره کیږي چی امریکا متحده ایالاتو په پاکستان د ۸۰۰ ملیونو ډالرو پوځی مرسته پارچاو کړي. د ځینو څیړونکو په آند د پاشا د دي سفر اصلی موخه د پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو د لوړپوړو پوځی چارواکو تر منځ د ناندریو راټیټول دي.
په پام کی وه چی پاشا به د کانګرس د استخباراتي شبکي د مشر سره هم وګوري خو د وخت د کمي له امله دغه لیده کاته ونه شو.
اژانسونه / سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم