د 2010 عيسوی کال په مناسب د جرمني د صدراعظمی وينا
۱۳۸۸ دی ۱۱, جمعهخو نن د نورو کالونو په شان د نوي کال يوه عادي شپه نه ده . ځکه چې ننی ماښام زما د پاره له ډېرو خاطرو سره تړلی دی . شل کاله دمخه مي د نوي کال شپه ياديږي، چې له خپل مېړهء سره مي يو ځای په هامبورگ کې ولمانځله . ځکه چې يو څو اونۍ مخکې له هغه، د نومبر پر نهمه نېټه د برلين دېوال ړنگ شوی و . که دغه دېوال د منځه تللی نه وای، نو ما به له خپل مېړهء سره يو ځای د 1989 کال د دسامبر يو دېرشمه نېټه هيڅکله په هامبورگ کې د لويديځ آلمان له خپلوانو سره په گډه نسوای تېرولی . بې د دېوال له ړنگېدو سره به زما ژوند د آلمان د دموکراتيک جمهوريت د نورو اتباعو په څېر بل ډول تېر شوی وای .
زما دپاره په آزادۍ کې د نوي کال تېرول، وروسته له دې چې مې 35کاله په شرقي آلمان کې ژوند کړی و، ډېر په زړه پوري خبره وه . دايوه ډېره ښايسته پېښه وه . فقط يو څو مياشتي وروسته، د 1990 کال د اکتوبر پر دريمه نېټه زموږ هېواد د آزادۍ په فضا کې بېرته سره يو ځای شو. دې ته زه نن ماښام فکر کوم .
سمه خبره ده چې تر اوسه پوري مو د بيا يو والي ټول چلنجونه نه دي شا ته پرې ايښي . خو رشتيا خبره دا هم ده چې : د آزادۍ قوت و چې د برلين دېوال يې رانسکور کړ. او د همدغې آزادۍ همدغه قوت دی چې موږ ته د نوي کال او د نوې لسيزي د پيل دپاره ډاډ رابخښي .
دغه قوت موږ ته په راتلونکي کال کې ټولي دندي هم آسانه کوي . په دغه شېبه کې په تېره بيا ټولو ملکي مرسته کونکو، پوليسو او زموږ عسکرو ته فکر کوم چې له خپلو خپلوانو څخه لېري خپله وظيفه پر مخ بيايي . هغوی د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د خپل ژوند په بيه خپل دنده اجراء کوي، په تېره بيا په افغانستان کې همداسي ده .
دجرمني حکومت پوهيږي چې د هغوی وظيفه څومره سخته او خطرناکه ده.
خو زموږ د عسکرو، پوليسو او ملکي بيا جوړونکو دنده په افغانستان کې يوه ډېره ځانگړې دنده ده : هغوی هڅه کوي په افغانستان کې امنيت او ثبات راولي، تر څو له هغه ځايه څخه هيڅکله زموږ د امنيت او ښېگړي په مقابل کي گواښونه راپيدا نسي . دا د هغوی وظيفه ده . په سياسي لحاظ به شرايط رامنځته کړو تر څو مسووليت په راتلونکو کالونو کې وار په وار افغانانو ته وسپارل شي . په همدې موخه د جنورۍ په پای کې د لندن کنفرانس دايريريږي .
گرانو اغلو او ښاغلو وطنوالو،
هو، دغه نوی کال له نورو کالونو څخه توپير لري . يوه نوې لسيزه پيليږي، چې زموږ د هېواد دپاره به پکښې ډېري پرېکړي کيږي . د دې پرېکړه به کيږي چې :
څنگه عدالت او بشري اخلاق په داسې يوه نړۍ کې وساتو چې د دې وس نه لري چې بې عدالتي، تاوتريخوالی او جنگ د منځه يوسي،
چې څنگه د آلمان د اتحادي جمهوريت په تاريخ کې تر ټولو سخت اقتصادي بحران شا ته پرېږدو او د راتلونکو نسلونو په وړاندې په مسؤليت سره د دولت مالي چاري سمي سمبالي کړو،
چې څنگه وکولای شو، په داسي حال کې چې د ارقامو له مخي زموږ ټولنه زړيږي او شمېر يې پسی کميږي، خو پرانيستې او په فکر کې لا ځوانه پاته کېدای شي ،
چې څنگه زموږ شتمني وساتو په دې وسيله چې زموږ د ژوند کولو او اقتصادي لارو چارو ډول ته تغيير ورکړو .
تېر کال زموږ د عصر د تر ټولو لوی مالي بحران تر سيوري لاندې راغلی و. 2010 کال به راته ښېي چې ددغه بحران څخه څنگه بېرته راوتلی شو.
انګيلا ميرکل/ نسيم صابر
کتونکی : محمد قاسم نوري