1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 17 کانديدو وزيرانو د نه منلو له کبله عکس العملونه

۱۳۸۸ دی ۱۴, دوشنبه

د ولسي جرګې دغه پريکړه چه بيله کوم پخواني انتظار څخه رامنځ ته سوه ،ډير خلک يې حيران کړل

https://p.dw.com/p/LJXH
انځور: AP

وروسته ترهغه چه د افغانستان د جمهوررييس حامد کرزي د نوي پيشنهادسوي کابينې د24 تنو کانديدانو له جملې څخه، 17 وزيران د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړو د اعتماد رايه تر لاسه نکړل، ډول ډول عکس العملونه يې رامنځ ته کړيدي ،

ځيني سياسي کارپوهان دا د جمهوررييس يوه ماته بولي، خو ځيني په دې نظر دي چې جمهوررييس په يو ډول غوښتل چې د ولسي جرګې د اعتماد د رايي نتايج همداسي وي :

افغان کارپوه حيات الله پياوړی وايي چې، د هغو فشارونو له امله چې په جمهوررييس کرزي باندي د هغه دانتخاباتي کمپاين د ملاتړ کوونکو لخوا موجوده وه ،وې نه غوښتل چې د ننه په ولسي جرګه کښي د هغوی دپاره د ملاتړ د جلبولو هڅه وکړي ،

سياسي څيړونکی اجمل سهيل د نومول سوو 17تنو وزيرانو د اعتماد رايي د نه اخيستلو ځيني دلايل په ګوته کوي او وايي چه : د ولسي جرګې د کار وروستۍ مياشتي دي ، او ددې په خاطرچه د ولسي جرګې غړي وکولای سی په راتلونکي پارلمانيانتخاباتو کښي د خلکو د اعتماد او باور رايه تر لاسه کړي، په دغه اقدام يې لاس پوري کړی ،

اجمل سهيل وايي چه : د ولسي جرګې لخوا د 17تنو کانديدانو وزيرانو نه منل د جمهوررييس حامد کرزي دپاره يوه ماته نه،بلکه د ولسي جرګې دا پريکړه به کرزی دې ته وهڅوي تر څو داسي نوي وزيران ونوموي چه وکولای سی د خلکو د ګټو دپاره کار وکړي .

حيات الله پياوړی وايي چه : سره لدې چه د ډيرو وزيرانو د اعتماد د رايي نه اخيستل د کرزي دپاره يوه لويه ماته ده ،خو جمهوررييس ته دا زمينه برابره سوه چې د هغو وزيرانو پرځای چې د ولسي جرګې لخوا ندي منل سوي خپل د ملاتړ وړ وزيران ونوموي .

په دې اړوند چه په امنيتي سکټور کې ډيري پرابلمونه موجود دي او امنيت ورځ په ورځ خرابيږي ،خو د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د اعتماد رايي تر لاسه کړې، اجمل سهيل وايي چه : هغو وزيرانو چه د ځينو خارجي هيوادو سره يې اړيکي درلودې، د ننه په ولسي جرګې کښي داسي زمينه ورته برابره سوه چه بريالي سی، او د اعتماد رايه تر لاسه کړي .

سهيل وايي چه : په ولسي جرګې کښي سياسي درک او احساس کمزوری دی او په شورا کښي د سياسي فرکسيونو د نه درلودلوله کبله کيدای سي د شورا ځينی پريکړي د هيواد په ګټه نه وي .

حيات الله پياوړی وايي چه : د افغانستان ولسي جرګې د اولي پلا دپاره يوه خپلواکه پريکړه کړېده .

د ولسي جرګې د غړو وروستۍ پريکړه د ولسمشر حامد کرزي د هغو ملاتړ کوونکو عکس العمل يې هم راپارولی چې د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي يې دده څخه ملاتړ کړی دی . مثلأ د ازبکود پخوانيو مليشو مشر جنرال دوستم چه په رد سوو وزيرانو کښي يې 3 تنه مربوطين وه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره کلکه انديښنه ښودلې ، او په همدې ډول د جمهوررييس مناسبات د ده د نورو انتخاباتي ملاتړ کوونکو سره هم خراب سوي دي .

انور بری پال

کتونکی : محمد قاسم نوري