د ۷۷ انسانانو قاتل د بشري حقونو غوښتنه کوي
۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه
دغه مجرم چې آندرس بیهرنگ برای ویک، نومیږي په ۲۰۱۱ کال کې يې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کي د موټر بم یوه چاودنه وکړه او وروسته یې بیا د ځوانانو د مېلې په يو کمپ کي د ماشیندار په وسیله په خلکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې ۷۷ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو دغه قاتل اوس په خپله دعوی کړې چې د ناروې حکومت د هغه انساني حقونه تر پښو لاندي کړي دي.
د برای ویک د دغه نوي دعوی څخه مخکې په تیرو څلورو کلونو کې په عامو خلکو کې د هغه په هکله چا بحث نه کاوه. د بهرنیانو او مهاجرو سره د سختې کرکې درلودونکي دغه ناروېژي تبع د خپل هیواد تر ټولو بدنامه قاتل دی، کوم چې د خپلې مفکورې په جنون کې یې د څو ساعتونو په جريان کې ۷۷ انسانان ووژل.
برای ویک د اوسلو حکومت پر ضد اقامای دعوی کړې چې هغه په دې زندان کې یوازنی بندي دی او دا یو غیرې انساني چلند دی. د برای ویک د دغې دعوی محاکمې جریان به د مارچ میاشتې په ۱۵ پیل او څلور ورځې به دوام وکړي.
د هغه د دغه دعوی له پاره به د Skien په زندان کې چیرې چې دغه مجرم خپل د بند شپې ورځې تیروي یوه موقتي محکمه جوړه کړای شي. په دې ترڅ کې به له یوه ورزش سالون څخه د محکمې د خونې په توگه کار واخیستل شي.
اندرس بیهرنگ برای ویک، خپل ځان پر وطن مين او ملتپال مبارز بولي. نوموړي د ۲۰۱۱ ع کال د جولای میاشتې په ۲۲نیټه په پیل کې د اوسلو په هغه سیمه کې چې حکومتي ودانۍ موقعیت لري د موټر بم یوه چاودنه وکړه او بیا دغه ځای ته نږدې د «یوټویا» په ټاپو کې د کیڼ اړخې سیاسې گوند پر ځوانانو یې بې دریغه ډزې وکړې. د موټر بم په برید کې ۸ تنه او د ځوانانو د اوړي په تفریحي کمپ کې د ډزو په ترڅ کې ۶۹ تنه انسانان ووژل شول چې اکثریت یې ځوانان ول.
په ۲۰۱۲ کال کې د ناروې محکمې برای ویک ته د ترهگرۍ او عام وژنې په جرم د ۲۱کالو د بند سزا اعلان کړله. په هغه وخت کې هم دغه ښې اړخې ملتپال پر خپلو کړو پښیمانې ونه ښودله. د دې برعکس هغه وویل کوم کسان چې ده وژلي دي هغه غداران ول چې په ناروې کې يې د مهاجرو یا بهرنیانو د راتگ ملاتړ کاوه.
ایسوشیټډ پرس لیکلي دي چې برایویک د رسنیو په نوم یو لیک کې تور لگولی دی چې د زندان مسئولین څو څو ځله هغه تالاشي کوي، کوم چې عادي زور زیاتی گڼل کیږي. هغه زیاته کړی ده: په کوم شکل چې دی په زندان کې ساتل کیږي هغه د بشري حقوقونو د اروپایې کنوانسیون له مخې د انساني حقونو څخه سرغړونه ده.