1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۳۱ افغانانو د آزادۍ له پاره احتجاجونه ادامه لري

ګل غوتۍ پوپل۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

په افغانستان کی د ۳۱ تښتولو سوو مسافرینو د آزادۍ د پاره په نړیواله توگه احتجاجونه ادامه لري. د هرات کابل پر لویه لار تښتول سوي دغه کسان لا لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/1F6df
انځور: Hossain Zahedi
د تښتول سوو افغانانو د خلاصون له پاره د نړۍ په بيلو هيوادونو او په انټرنټي شبکو کي احتجاجونه او فعاليتونه ادامه لري. په دې ترڅ کي په آلمان کي هم لاريونونه تر سره سول. لاریون کوونکو افغان حکومت د هیڅ کوم اقدام په نه کولو تورن کړ او د نړیوالې ټولنې د خوا پر افغان حکومت باندي د فشار اچولو غوښتنه يې وکړه.
د جرمنی د کولن په ښار کي هم د ۳۱ تښتول سوو افغانانو د خلاصون له پاره مظاهره وسوه. د اپریل پر یوولسمه نېټه پر کولن سربیره په هامبورگ او مونشن کي هم ورته مظاهرې تر سره سوې. په عین وخت کی د اروپا ، آسترالیا او امریکا په وچو کي هم ډیر لاریونونه تر سره سول.
مظاهره کوونکو د نړیوالې ټولنی څخه غوښتل، تر څو پر افغان حکومت باندي فشار راوړي چی د دغو برمته سوو د پاره عملي گامونه پورته کړي. هغوی افغان حکومت په دې تورن کړ چی په دغو ۴۵ ورځو کی یې کوم خاص څه تر سره کړي نه دي.
«د ټولو افغانانو له پاره عدالت غواړو»
د حوت د میاشتی پر څلورمه نېټه څو تنو وسله والو کسانو چی نقابونه یې اغوستی ول، پر دوو مسافر وړونکو بسونو باندي یرغل وکړ او ۳۱ تنه مسافر چی اکثریت یې د هزاره د قوم څخه وه د ځانه سره بوتلل. دغه انسان تښتونه د کابل هرات لویې لاري پر سر د زابل ولایت په مربوطاطو کی رامنځته سوه. زیاتره مسافرین هغه مهاجر ول چي د ایران څخه خپل وطن ته راغلي ول.
د جرمنی د کولن په ښار کی مظاهره کوونکو نارې وهلې «موږ د ټولو افغانانو د پاره عدالت او امنیت غواړو!»
دغو نړیوالو مظاهرو ته د مختلفو هیوادونو څخه د مدني ټولنی د فعالانو او انترنت د لاري سازمان ورکول سوی ؤ. د هغو د پاره ډیر پلاکاټونه چاپ سوي ول او همدرانگه شین رنگه پوقانې هم هوا ته ایله سوې چی ورباندي لیکل سوي وه « تښتول سوي مسافرین آزاد کړی!»
Deutschland Demonstration in Köln gegen Entführung in Afghanistan
انځور: DW/R. Shirmohammad
که څه هم تر اوسه پوری په دې اړه ځینی لاریونونه تر سره سوي، خو دا اول وار ؤ چی په عین وخت کی د نړۍ په مختلفو هیوادونو کی دغه ډول لاریونونه تر سره سي. ځینو دغه مظاهره کوونکو د نړیوالې ټولنې او خپلو کوربه هیوادونو څخه وغوښتل چي پر افغان حکومت باندي خپل فشار زیات کړي.
د جرمنی د کولن په ښار کی یو مظاهره کوونکی د آلمان حکومت څخه خپله غوښتنه داسي وکړه: « آلمان د اروپایي ټولنی غړی دی او اورپایي ټولنه پر اوسني افغان حکومت باندي اغیز کولای سي. دا ځکه چی دغې ټولنې د طالبانو تر راپرځیدو وروسته د افغانستان څخه ملاتړ کړی دی نو هغه باید پر افغان حکومت باندي فشار راولي تر څو دغه ډول مشلاتو ته خاتمه وکړي.»
په افغانستان کی هم د مدني ټولنی غړي د ریاست جمهورۍ د ارگ مخی ته خیمی وهلی دي. د تښتول سوو کسانو خپلوانو او والدینو ویلي تر هغه وخته پوری به په خیمو کی ناست وي تر څو چی د تښتول سوو مسافرانو سرنوشت معلوم سي.