د ۲۰۱۶م کال ښي پيښې په انځورونو کي
ترهګري، د مشهورو کسانو مړه کيدل او د عوام لمسونکو پرمختګ: په ۲۰۱۶ م کال کې دا د خبرونو سرليکونه ول. خو دې کال يو څه ښه خبرونه هم لرل چې يادونه یې په دې انځورونو کې شوې ده.
د فارک ياغيانو سره د سولې تړون
د فارک ياغيانو مشر تيموشينکو، په نوامبر مياشت کې د سولې تړون لاس ليک کړ. په دې توګه ده د ۵۰ کالو څخه هم د زياتې مودې راهيسې روانه کورنۍ جګړه پای ته ورسوله چې د ۲۶۰ زرو زيات انسانان پکښې ووژل شول او په ميليونو يې بې کوره کړي ول. دا چې دا تړون د يو وار ناکاميدو وروسته بيا هم ترسره شو، د کال يوه ښه پيښه وه.
په اتفاق کې برکت دی
د جنوبي کوريا خلکو وښووله چې د سوله ييزو مظاهرو له لارې هم سړی خپل مرام ته رسيدلای شي. تر هغه وروسته چې د ولسمشرې پارک د فساد او اختلاس لانجو دغه هيواد ته ټکان ورکړ، په ميليونو وګړي کوڅو ته راووتل او د نوموړې د استعفا غوښتنه یې وکړه. پوليسو دا مظاهرې «د خوښې محفلونه» وبلل.
لومړۍ ښځينه کانديده
هیليري کلنټن، که د سړي خوښيږي او که نه، خو يوه خبره يې يو روښانه حقيقت دی چې دا د امريکا متحده ايالاتو د تاريخ لومړۍ ښځه وه چې د دغه هيواد د دوو سترو ګوندونو څخه د يوه کانديده شوه. که څه هم چې په ۱۹ پيړۍ کې تل ښځو وار په وار هڅې کړې وه يوه هم دومره مخکې نه وه تللې. کلنټن سره د ماتې هم د وياړ او اخترام وړ ده.
پر «ايبولا» لاس بری
د کال په پای کې اوس داسې ښکاري چې د ايبولا واکسين موندل شوی وي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کالو ترمنځ ترسره شوي آزموينې ډيرې کاميابې وې. توليدونکی ميرک، اوس يوازې د دې د خرځلاو اجازې ته منتظر دی. تمه ده چې له دې سره به دغه وبا چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د ۱۱ زرو څخه د زياتو انسانانو ژوند واخيست، د تل له پاره ورکه شي.
بې له فوسيلي سوند توکو د نړۍ چکر
کله چې د «سولر اِمپلس» الوتکه په جولايي مياشت کې په ابو دوبۍ کې ښکته شوه نو هغه تجربه هم سر ته ورسيده چې د انرژي د سياست له پاره مثال ګرځيدلای شي. د دوه سويسي وګړو بیرتراند پیکارد او اندرې بورشبيرګ دغه الوتکه د لمر د وړانګو په مرسته يو ځل د کرې څخه تاوه شوه. د دې د ۴۰ زرو کيلومترو دا سفر د «پاکې انرژۍ» د مبارزې په لار کې يو ستر ګام وو.
د ژوند تر ټولو مهمه مسابقه
د سوریې یسرا مارديني په اولمپيک لوبو کې د کډوالو د ډلې د غړې په توګه د لامبو په مسابقو کې برخه واخيسته. دې د خلکو پام په دې وجه ډير ځانته را وګرځاو چې دا هماغه مهاجره وه په ۲۰۱۵م کال کې په مديترانه سمندرګي کې درې ساعته لامبو وهلو سره د مهاجرو هغه ربړي کښتۍ ساحل ته کش کړه چې پيښې ښکار شوې وه.
«سکنديناوي جنګيالو» اروپا فتح کړه
د اروپا د فوټبال اتلولۍ سياليو کې هغه يوې لوبډلې تاريخ جوړ کړ چې په اصل کې یې هيڅ چانس نه درلود. د ايسلند ملي لوبډلې «واينکنګ کلب» د بري په دې سفر کې حتې بريتانيا ته هم ماتې ورکړه.
د اوسکر د جایزې ګټونکی
ليوناردو ډي کيپريو، بالاخره خپل لومړی اوسکر وګاټه. دې امريکايي فلمي ستوري د «The Revenant» په نوم فلم کې د اصلي نقش د لوبدلو له پاره دا جايزه ترلاسه کړه. د کالونو په اوږدو کې ډي کيپريو پر يوه ښه او خپل کار په جديت سره په ترسره کونکي هنرمند بدل شوې وو او بالاخره یې هغه جایزه وګټله چې ده یې د لاسته راوړو وړتيا درلودله.
يو څو د ستايلو وړ پیښې
د بروکسل پوليسو د مارچ مياشتې د تروريستي بريدونو وروسته د ګډوډۍ او وارخطايۍ د مخنيوي په موخه د پيشوګانو عکسونه خپاره کړل، په ټوکيو کې د خزنده خوړونکو له پاره يوه کافي پرانستل شوه او د شمالي قطب له پاره د اوباما وروستې هڅې هم د يادولو وړ دي. دا همدا راز نورې ډيرې پیښې ښکارندوي کوي چې ۲۰۱۶ يوازې د ناوړه پيښو کال نه وو.