د ۲۰۱۴ کال ژوي
هر کال د آلمان د NABU سازمان هغه ژوي نوموي چې د دې سازمان په حواله باید ورڅخه ساتنه وشي. دغه ژوي تل ښایسته نه وي خو هغوی تل ډیر مهم وي.
له ګواښ سره د مخامخو ژویو په ګوته کول
سږ کال د آلماني NABU سازمان دغه مرغه د کال مرغه نومولې ده. دا مرغه په زړو ونو کې ژوند کوي. که څه هم دغه ډول مرغۍ لا تر اوسه پورې له گواښ سره مخامخ نه ده خو په راتلونکې کې د هغې د نسل د له منځه تلو امکان شته.
د کال وحشي ژوی
دغه حیوان اروپايي سنډا نومیږي. د دغه سنډا نسل د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ وو خو بیا وروسته په سلواکیا او رومانیا کې له هغوی څخه نسل واخیستل شو. په ۲۰۱۳ کال کې د دغو سنډا گانو لومړۍ رمه آزاده شوه ترڅو خپل وحشي ژوند ته دوام ورکړي.
د کال ذوحیاتین ژوی
دغه چونگښه د کال د ذوحیاتین ژوي په توگه نومول شوې ده. د دغې چونگښې نسل په آلمان کې د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دی.
د کال ماهی
دا د کال ماهی نومول شوی دی. که څه هم دغه ماهی اوس هم په اوبو کې پیدا کیږي خو د اوبو د چټلیدو له کبله د هغوی نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.
د کال حشره
دغه مچ د کال د حشرې په توګه نومول شوی دی ځکه د ساینسپوهانو په خبره هغه ډیر نادر دی. د دې مچ رنګ او د بدن جوړښت هغه ډیر په زړه پورې کوي.
د کال پتنګ
دغه پتنګ د کال د پتنګ په نوم نومول شوی دی. هغه په آلمان کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.
د کال غڼه
دا د کال غڼه ده. هغه د باد په مرسته څالې جوړوي. که څه هم دغه غڼې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ نه دي، خو سایسنپوهانو هغه د دې له کبله د کال غڼه نومولې ده چې شهرت یې ډیر شي.