د ۲۰۱۴ کال د ګولدن ګولب جایزې
د جنوري مياشتي پر ۱۲ نیټه په امریکا متحده ایالاتو کې مهمې سینمايي «گولدن گلوب» جایزې ورکړل شوې. د هغو هنرمندانو په ډله کې چې جایزې یې گټلي دي لیناردو دیکاپیرو او کیت بلنچیت هم شامل دي.
د ډرامه يي فلمونو په کتګوري کې غوره فلم
په سږکال په «گولدن گلوب» جایزو کې د کال د غوره ډرامه يي فلم جایزه «۱۲ کاله د یوه غلام په توگه» فلم ته ورکړل شوې ده. ګولدن ګلوب په متحده ایالاتو کې تر اوسکار وروسته تر ټولو مهمي سینمایي جایزې دي. دغه جایزې په ۲۵ کتګوریو کې ورکول کیږي. هر کال یوه تلویزیوني سیریال ته هم د ګولدن ګلوب جایزه ورکول کیږي.
د تیر وخت په اړه فلم
۱۲ کاله د یوه غلام په توگه «12 Years a Slave» په نولسمه پیړۍ کې د یوه غلام واقعي کیسه ده چې د ډرامې په کتگورۍ کې یې د غوره فلم جایزه وګټله. دغه فلم د ستیو مک کوین له خوا جوړ شوی دی.
د کومیدي فلمونو په کتګوري کې ګټونکی فلم
د اوسکار جایزو پر خلاف په گولدن گلوب کې جایزي په دوو کټگوریو کې ورکول کیږي. په داسې حال کې چې ۱۲ کاله د غلام په توگه فلم د ډامه یې فلمونو په کټگوري کې غوره فلم شو، په غیرډرامه یې فلمونو کې د غوره فلم جایزې امریکايي زور فلم «American Hustle» وگټله.
په ډرامه یې فلمونو کې د غوره لوبغاړې جایزه
په دې کټگوري کې د کال د غوره لوبغاړي جایزه کیت بلنکیت ته د «ابي یاسمین» فلم له کبله ورکړل شوه.
په ژوند کې د هنري کارونو له پاره جایزه
فلم جوړوونکي ودي الن ته په ژوند کې د هنري لاس ته راوړنو له کبله جایزه ورکړل شوه. ودي سږ کال د ابي یاسمین فلم جوړ کړی وو چې لوبغاړي یې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
دیکاپیرو هم ګولدن ګلوب وګټله
په غیر ډرامه يي کټگوري کې بیا د کال د غوره لوبغاړي جایزه روینالدو دیکاپرو ته ورکړل شوه. هغه د «والستریت لیوه» په فلم کې مرکزي نقش لوبولی دی.
آلماني لوبغاړي جایزه ونه گټله
تر گولدن گلوب مخکې آلماني لوبغاړي دنیل برول، ویلي ول چې گولدن گلوب ته نومول هم د هغه له پاره لوی ویاړ دی. هغه به Rush فلم کې د کار له پاره په دوهم نقش کې د غوره لوبغاړي په کټگورۍ کې نومول شوی وو خو برول دغه جایزه و نه گټله.
د غوره بهرني فلم جایزه
د کال د غوره بهرني فلم جایزه ایټالوي «بې انتها ښایست» فلم ته ورکړل شوه. دغه فلم همداراز د اروپا د ۲۰۱۳ کال د غوره فلم جایزه هم ګټلې ده.
تلویزني سریال ته جایزه
په عین حال کې د کال د غوره تلویزیوني سریال جایزه «Breaking Bad» خپله کړه.
ټول اوس د اوسکار په تمه دي
د هالیوډ د بهرنیو رسنیو انجمن له ۱۹۴۴ کال راهیسې هر کال فلمونو ته د گولدن گلوب جایزې ورکوي. دغه جایزه تر اوسکار مخکې ځکه ډیر اهمیت لري چې ډیر وخت د ګولدن ګلوب ګټونکي اوسکار جایزې هم ګټي.