د ۱۲ ولايتونو رايي يو وار بيا شمېرل کيږي
۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبهد پينځو مايشتو راهيسي د افغانستان د پارلماني ټاکنو را پورته سوي لانجه پاي ته نده رسېدلې.
په يوه تازه اقدام کي وړمه ورځ پوليسو د ځانګړي محکمې په دستور د ټاکنو کمېسيون پر مرکزي دفتر يرغل وکړ او هلته يې يو شمير انتخاباتي دفترونه مهراو لاک کړل.
اوس ويل کيږي چي حکومت غواړي په ۱۲ ولايتونو کي پارلمان ته د اچول سوو رايو بيا شميرنه وکړي.
د څارنوالۍ وياند امان الله ايمان وايي په لومړی سر کي د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون په يادو دولسو ولايتونو کي د رايو له بيا شميرلو سره مخالفت درلود، خو اوس يي هوکړه کړې چي د دولسو ولايتونو رايي به له سره شميرل کيږي او د رايو صندوقونه يې هم ځانګړي محکمي ته سپارلي دي.
دغه محکمه د ولسمشر کرزي له لوري انتخاباتي درغليو ته د رسيدګۍ په موخه جوړه سوې ده.
د څارونوالۍ وياند وويل: « موږ په دې وتوانيدو چي د دوی همکاري جلب کړو، او دوی موافقه وکړه چي دغه صندوقونه بيا وشميري او ځانګړي محکمي ته يې وسپاري، د دغو شکمنو صندوقونو د بيا شميرلو او بر رسۍ لپاره يو ګډ کمېسيون موظف کيږي چي ژر به په کار پيل وکړي».
د لوی څارنوالۍ د نطاق په خبره چي په دغه کميسيون کي به د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسيون په ګډون ۱۴ اداري غړيتوب ولري.
په ورته وخت کي د ټاکنو د خپلوا ک کمېسيون او انتخاباتي شکايتونو د کميسيون يو شمير کليدي غړي له ملک څخه ممنوع الخروج اعلام سوي دي.
ټولو مرزي قرارګاوو او هوايي ډګرونو ته امر سوی چي بهر ته د دغو کسانو د تګ مخنيوی و کړي.
په قوي احتمال د ټاکنو د کمېسيون ريس فضل احمد معنوي، د دارالنشاه ريس احمدزی، او د دغوکمېسيونونو د ويندويانو په ګډون د دغي اداري ځيني سلاکاران او کميشنران په دغه ډله کي دي.
معترضو کانديدانو د لوي څارنوالۍ د دغه اقدام ملاتړ کړی. هغوی ويلي، چي دوی چمتو دي عدالت ته د مجرمو څيرو په سپارلو کي ځانونه قربان کړي.
په ورته وخت کي د ټاکنو کمېسيون په ځان باندي لګيدلي تورونه نه مني.
د دغه کمېسيون د ويندوي دفتر په يوه وينا پاڼه کي دويچه ويلي ته وويل چي هيڅ يوه اداره پر دوی باندي بنديزونه نسي لګولای.
خو د څارنوالۍ نطاق امان الله ايمان بيا وايي د دوی پريکړي د قانون په رڼا کي تر سره کيږي.
د يادولو وړ ده چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسي حال کي د دولسو ولايتونو د رايو له بيا شميرلو سره هوکړه کوي چي څه باندي دوې مياشتي دمخه د ټاکنو پايلي اعلام سوي دي.
دغه کمېسيون د انتخاباتي نتايجو له اعلام وروسته ويلي ول چي د دوی چاري په کامله توګه رڼې دي او هيڅ څوک نسي کولای چي د کوم مرکز رايي بيا وشميري او يا هم له دوی نه تحقيقات وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل