1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه ۵۱ کلن په کور۱۲ نجوني موندل شوي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

په پنسیلوانیا ایالت کې د یوه سړي په کور کې۱۲ نجونو ژوند کاوه. پر دغه کس له ۱۴ کلنې انجلۍ سره د جنسي تیر تور دی. والدینو یې دغه انجلۍ سړي ته «ډالۍ» کړې وه.

https://p.dw.com/p/1JANv
انځور: picture alliance / Photoshot

د امریکا متحدو ایالاتو په پنسیلوانیا ایالت کې پولیسو د یوه ۵۱ کلن سړي په کور کې ۱۲ نجوني موندلې دي چې له هغه سره یې ژوند کاوه.

د دغو نجونو عمرونه د شپږو میاشتو او اتلسو کلونو تر منځ دي. د هغوی په منځ کې تر ټولو زیات عمر لرونکي چې هغه مهال څوارلس کلنه وه د والدینو له لوري دغه سړي ته د «ډالۍ» په توگه ورکړل شوې وه.

دغه انجلۍ اوس ۱۸ کلنه ده او له دغه سړي څخه دوه ماشومان لري چې د یوه عمر شپږ میاشتې او د بل بیا درې کاله دی.

د دغه نجلۍ پلار پولیسو ته ویلي دي چې څلور کاله تر مخه یې د مهربانۍ په توگه خپله ۱۴ کلنه لور دغه ۵۱ کلن سړي ته ورکړه، ځکه چې هغه په یوه سخت مالي لاس تنگي کې دی ژغورلی وو.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د دغي نجلۍ مور او پلار له نورو نهو ځوانو نجونو سره په دغه کور کې ژوند کاوه. دغه کس چې هویت یې نه دی څرگند شوی د پنسیلواینا په شمال ختیځ کې د فیسترویل په سیمه کې ژوند کوي.

د دغه سړي گاونډیان چې متوجه شول په کور کې اوسیدونکي هیڅ کومه نجلۍ ښوونځي ته نه ځي، له پولیسو سره یې تماس نیولی.

په دغه کور کې ټولي اوسیدونکي نجوني په شمول د ۱۸ کلني مور او د هغې دوه بچي اوس د ماشومانو د ساتني بنسټ تر مراقبت لاندې دي. د چارواکو په وینا تر اوسه له دغو نجونو سره د ناوړه چلن په هکله کوم شواهد نه شته.

۵۱ کلن سړی اوس بندی دی او په پام کې ده چې پر نورو سربیره تر قانوني سن د کم عمر لرونکي نجلۍ سره د جنسي تجاوز په تور محاکمه شي. د ۱۸ کلني نجلۍ مور او پلار به هم محکمې ته ځواب ووایي.