1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه فضايي ماموریت پای

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

په نړیوال فضايي ستیشن کې له کابو شپږو میاشتو تیرولو وروسته آلمانی ستور مزلی یا فضانورد الکساندر گیرست په قزاقستان کې بیرته ځمکې ته کوز شو. د همدې دوشنبنې په ورځ د آلمان د کولن په ښار کې د هغه د هرکلي انتظار کیږي.

https://p.dw.com/p/1Dk8d
انځور: Reuters/Shamil Zhumatov

له نړیوال فضايي تم ځای (ISS) څخه له حرکت یوازې درې نیم ساعته وروسته د «سیوز» فضايي بیړۍ له درو فضانوردانو آلمانی الکساندر گیرست، روسي ماکسیم سورایف او امریکايي راید وایسمن سره د قزاقستان په زرغونه بیدیا کې کښته شوه. مسکو ته څیرمه د هوايي چارو مرکز دغه خبر تائید کړی دی. دا چې سړې نه شی کولاې چې د «سیوز» فضايي بیړۍ په دقیقه توگه رهبري کړي چې چیرته باید په ځمکه کښینې، نو په دې دلیل نوموړې ۹۰۰ کیلومتره اوږده او ۲۰۰ کیلومتره پلنه بیدیا د دغې بیړۍ د کښته کیدو له پاره په پام کې نیول شوې وه. اوس په نړیوال فضايي ستیشن یا تم ځای کې چې کابو ۴۰۰ کیلو متره د ځمکې له سطح څخه واټن لري، دوه روسان او یو امریکایي کار کوي.

نوموړې کابو درې ټنه درنه فضايي بیړۍ په داسی حال کې د پراشوتونو په مرسته په دغې زرغونې بیدیا کې کوزه شوه چې آسمان وريځو نیولی وو او د حرارت درجه د انجماد ټکې ته رسیدلې وه. روسي دولتي تلویزیون وښودله چې څرنگه مرسته کوونکو ځمکې ته بیرته ستانه شوي مسافرین د نوموړی کپسول له کابین څخه راوباسي.

په قزاقستان کې له فضايي کپسول څخه تر راکښته کیدو وروسته درې واړه ستور مزلي
په قزاقستان کې له فضايي کپسول څخه تر راکښته کیدو وروسته درې واړه ستور مزليانځور: Reuters/Shamil Zhumatov

آلمانی فضا نورد گیرست چې خپل خیرلی سر یې په یوې پیک لرونکې خولۍ پټ کړی وو په مسکا خپل ښې لاس د بریالیتوب د نښانې په توگه اوچت کړ. هغه په روسي ژبه وویل چې فضا ته د هغه له دې لومړي سفر سره هغه ښه احساس کاوه. روسي فضانورد سورایف د روسیې، امریکا متحده ایالاتو او آلمان ترمنځ د «ښی همکارۍ ستاینه وکړه.» هغه وویل: «هر یو باید د نړیوالۍ فضايي بیړۍ له چلوونکو څخه باید زده کړه وکړي.»

د ژغورنې له عملې څخه یوه تن وویل: «د فضايي بیړۍ چلوونکو وضعیت عادي وو» ډاکترانو هغوی معاینه کړل. ځمکې ته کښته کیدل د «فضايي بیړۍ چلوونکو» له پاره له دې وجې ستونزمن کار دی چې په خلاء کې وروسته له میاشتو تم کیدو سره د هغوی بدنونه کمزوری شوي وي.

ډیرې علمي تجربې

په نړیوال فضايي تم ځای کې د آلماني فضا نورد گیرست د ورځني ژوند ټول وخت په کار کې تیر شوی دی. هغه په کابو ۱۰۰ تجربو کې برخه درلوده. د یو گڼ نورو تجربو تر څنگ، د بیلگې په توگه هغه د ثقل قوې د نشتوالي په صورت کې د ځینو موادو اغیزې هم تر آزموینې لاندې ونیولې. په کولن کې د آلمان د هوايي او فضايي چلونې د مرکز رئیس یان ویرنر، د گیرست له کار څخه ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه «خپله دنده نه یوازې پوره کړه، بلکې په وینا یې له هغې څخه یې هم زیات څه وکړل.»

د آلمان د هوايی او فضايي چلونې د مرکز رئیس ویرنر، د یوې پوښتنې په ځواب کې چی آیا د هغوی تجربی یوازې د ساینس پوهانو له پاره په زړه پوري دي او که هغه په اوسني وخت کې بشریت ته هم گټه رسوي وویل: «په لومړي سر کې هیله من یم چې ساینس تل د بشریت په خدمت کی وي. نو په دې وجه دا کوم ضد او نقیض خبره نه ده.»

نوموړي د آلماني فضانورد گیرست کار ته په اشارې سره وویل: «رښتیا خبره دا ده هغه څه چې نوموړي په نړیوال فضايی تم ځای کې تر سره کړل د ځمکې پر سر له انسانانو سره مرسته کوي. د بیلگې په توگه د وینې فشار هغه یوه موضوع ده چې موږ ټولو پورې اړه نیسي. موږ پوهیږو چې د ځمکې پر سر د بدني مصونیت په سیستم کې له دوو ستونزو سره مخامخ یو. په هغه یوه حالت چې بدن ډير کمزوری کیږي، لکه د ایدز د ناروغۍ په نتیجه کې او بل کله چې ډير پیاوړی کیږي، لکه د ترانسپلنتیشن په نیتجه کې. نو دا هغه مختلف حالتونه دي چې ساینس پوهان پرې تجربه کوي چې غواړي پوه شي، چې ولې داسې ده. په خلا کې دغه ډول تجربه هرومرو د ځمکې پر سر په طبابت کې مرسته کوي.»

په دغه انځور کې الکساندر گیرست د ماموریت پر مهال پر کار بوخت دی
په دغه انځور کې الکساندر گیرست د ماموریت پر مهال پر کار بوخت دیانځور: NASA

د آلمان د هوايي- فضايي چلونې د مرکز رئیس یادونه وکړه چې په فضايي تم ځای کی دغه راز ځینې نورې نوې تخنیکي تجربې هم تر سره شوي دي چی هغه اوس د ځمکې پر سر ممکن نه دي.

«نه هیریدونکی وخت»

په نړیوال فضاي تم ځای کې گیرست د پاپ د موسیقۍ د یوه ستوري په څير گرځیدلی وو. څه د پاسه ۱۸۰ زرو مینه والو د تویتر له لارې د هغه ورځني پیغامونه تعقیبول: «له فضا څخه انځورونه، د فضايي مرکز ورځنی ژوند او دا چې سړی هلته څه ډول احساس کوي.»

د تویتر په یوه پیغام کې هغه لیکلې وو: «په ترږمیو کې یعنې هغو شپو کې چې سپوږمۍ نه لیدل کیده، ما ته کله کله داسې ښکاریده چې توره خاورینه ځمکه زما پر سر د یوې تورې ویرونکې کرې په څیر ځوړنده ده.»

آلماني فضانورد کابو ۱۶۶ ورځې په فضا کې تیرې کړې. د خپل ماموریت په پای کې دغه ۳۸ کلن ساینس پوه د تویتر له لارې له خپلو ټولو هغو مینه والو څخه چې په دغه موده کې یې له هغه سره اړیکې نیولې وه مننه وکړه: «له تاسو ټولو ډيره مننه چې زه مو په فضا کې یوازې پرې نه ښودم.»