1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان په ټاکنو کې یو ځل بیا سپراس بریا اعلان کړه

۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

د یونان چپي ګوند سریزا، د یونان په ټاکنو کې بریا اعلان کړې ده. په عین حال کې د خپلواکه یونانیانو ګوند یا NNEL ویلي دي چې هغوی به د یوه راتلونکي ایتلافي حکومت برخه وي.

https://p.dw.com/p/1GZZk
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis

د یکشنبې په ورځ د یونان د ټاکنو رسمي پایلو وښوله چې د الیکسیس سیپراس، سریزا ګوند د یونان په ټاکنو کې د یوې اسانې بریا په لور روان دی. د دغو پایلو تر اعلانیدو پورې په یونان کې د کارول شویو رایو له ډلې څخه ۳۵.۵۴ سلنه رایې شمیرل شوې وې.

سیپراس د خپلې بریا د اعلانولو پر مهال وویل: «موږ تر دې له پیاوړو ځواکونو سره مقابله کړې ده. سریزا دا په اثبات ورسوله چې تر دې پیاوړې ده چې له منځه ولاړه شي ځکه دغه ګوند له خلکو سره ژورې اړیکې لري.»

د سیپراس تر څنګ د یونانیانو د خپلواک ګوند یا ANEL مشر پانوس کمینوس ولاړ وو. دغه ګوند اعلان کړی دی چې که سریزا په یوازیتوب و نه شي کولای چې د حکومت د جوړولو له پاره لازمې ۳۸ سلنه تر لاسه کړي، نو په یوه ایتلافي حکومت کې به ګډون وکړي.

اټکل کیږي چې سریزا به په روانو ټاکنو کې د پارلمان ۱۴۵ څوکۍ وګټي. همداراز تمه کیږي کې چې د ANEL ګوند به هم ۱۰ څوکۍ خپلې کړي.

د یونان د نوې دیموکراسي ګوند چې په ټاکنو کې د سپراس اصلي رقیب بلل کیده یوازې د ۲۸ سلنه رایو په تر لاسه کولو توانیدلی دی. د دې ګوند مشر هم خپله ماته منلې ده.

د یونان د یکشنبې ورځې په ټاکنې کې د دغه هیواد د رایو د شرایطو پوره کوونکو وګړو له ډلې څخه ۵۵.۸ سلنه کسانو ګډون کړی وو. دا د یونان له پاره له ۱۹۵۰ کال راهیسې تر ټولو ټیټه شمیره ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب