1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان په سواحلو کې ۱۳ کډوال ډوب شوي دي

۱۳۹۴ آبان ۱۰, یکشنبه

د یونان سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ وویل چې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۳ کډوال له هغې وروسته ډوب شول چې دوه کښتې په اژه سمندرګي کي غرقې شوې.

https://p.dw.com/p/1GxxH
Griechenland Flüchtlinge bei Lesbos
انځور: Reuters/D. Michalakis

لومړنۍ پیښه د ساموس ټاپو ته نږدي رامنځته شوې ده. د کښتې دننه لس جسدونه چې شپږ يې ماشومان دي موندل شوي دي او همدا راز د یوې نجلۍ جسد بیا ساحل ته نږدي موندل شوی دی.

دوه کسان لا تر اوسه هم لا درکه دي او د سمندري ځواکونو په وینا ۱۵ کسان له اوبو څخه ژوندي ژغورل شوي دي.

د فرنتکس په نامه اروپایي سرحدو ساتونکي سازمان یوي کښتۍ هم د ساموس ټاپو ته نږدي دوه جسدونه موندلي دي. فرنتکس همدا راز درې نور کسان ژغورلي دي. ژغورل شوو کسانو ویلي دي چې د هغوې کښتۍ کې ۱۵ کسانو ول.

د یوناني سمندري ځواکونو یو ویاند AFP خبري اژانس ته ویلي دي چې ترکي او یوناني سمندري ځواکونه د دې ډوبې شوې کښتې لټون پیل کړی دی.

د تیرې دوشنبې له ورځې راهیسي تر اوسه د یونان لیسبوس، کالیمنوس او رودس ټاپوګانو ته له رسیدو مخکې د کښتیو د ډوبیدو له کبله له ۶۰ څخه ډیر کسان مړه شوي دي چې ۲۸ یې ماشومان دي.

د جمې په ورځ د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دې کسانو غوښتل چې د آژې له سمندرګي تر تیریدو ورسته ځانونه اروپا ته ورسوي. همداراز د چهارشنبې په ورځ هم د پنځو کښتیو تر ډوبیدو ورسته د ۱۱ ماشومانو په کډون ۲۴ کډوالو خپل ژند له لاسه ورکړی وو.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمیشنری (UNHCR) د رپوټونو له مخې د سږ کال له پیل راهیسي د یونان سواحلو ته ۵۸۰۱۲۵ کسانو ځانونه را رسولي دي او همدا راز په ټوله کې ۷۲۳۲۲۱ کسان د مدیترانې له سمندرګي څخه راتیر شوي دي.

په افغانستان، منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو کې د جګړو له کبله په زرونه کسانو خپل کورونه پریښي دي او اروپا ته یي مخ کړی. اروپایي ټولنه هم د دې کړکیچ په کابو کولو کې تر اوسه پاتې راغلې ده.