1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان پارلمان نوې کومکي بسته تصویب کړه

۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعه

له یوه ساعت خبرو اترو وروسته د یونان پارلمان اکثریت وکیلانو د پورونو ورکولو شرایط تصویب کړه. په دې ډول نو د یورو ساحې هیوادونه کولای سي تر غرمې وروسته د ميلیارډونو مرستو په اړه تصمیم ونیسي.

https://p.dw.com/p/1GFRz
انځور: Reuters/C. Hartmann

په زرونو یونانیانو په اتن کي د سپما د نوو تدابیرو پر ضد مظاهرې وکړې. نن سهار د یونان پارلمان د نوي کومکي بستې پر سر رايه ورکړه او په دې ډول د نړیوالو پور ورکونکو له خوا غوښتل سوو د سپما تدابیرو په اړه هم.

دغو احتجاجونو ته کمونيستي اتحادیې پاما او د دولتي مامورینو اتحادیې بلنه ورکړې وه. خو دغو احتجاجونو ته په پام کي نه نیولو سره د یونان پارلمان نوی مرستندویه پروگرام ومانه.

تر دې مخکي د حکومتي گوند سوریڅا ډیرو وکیلانو اعلان کړی وو، چي دغي بستې ته به رايی ورنه کړي. اټکل کیدی چي تر ۴۰ پوري حکومتي گوند وکیلان به د هغه پر خلاف رايی ورکړي. خو په پارلمان کي د هغه په پلوی رايی ډاډمني وې، ځکه چي مهمو اپوزيسونی گوندونو اعلان کړی وو چي دغه پروگرام ته به رايی ورکړي.

خو که له حکومتي ائتلافي گوندونو څخه تر ۱۲۰ وکیلام لږ هغه ته رايي ورکړي وي، نو د اساسي قانون مطابق د اعتماد بایلولو په معنی دی او یو اقلیت حکومت رامنځته کیږي. بیا به نو د دولت په چارو کي وزیر الیکوس فلامبوراریس په خبره «حکومت مجبوره وي چي هر څومره ژر چي ممکنه وي، دغه حالت ته خاتمه ورکړي او انتخابات وکړي.» خو هغه د انتخاباتو له پاره کومه نېټه ونه ټاکل او ویې ویل چي دغه تصمیم یوازي په صدراعظم څیپراس پوري اړه لري.

لومړي وزير سيپراس وکيلانو ته وويل چي تلوار وکړي
لومړي وزير سيپراس وکيلانو ته وويل چي تلوار وکړيانځور: Reuters/C. Hartmann

شوېبله د لا زیاتو اصلاحاتوغوښتنه کوي

د یونان تر پارلمان وروسته د یورو پولي واحد ساحې هیوادونه نن د جمعې په ورځ لا د کومکي پروگرام په باب تصمیم نیسي. خو په بروکسل کي به د جرمني د لا زیاتو اصلاحاتو د غوښتني له کبله پرهغه باندي سخت او مشکل بحثونه وسي. ځکه چي د مالېي وزير ولفګنګ شوېبله د پلاس راغلي موافقې د نورو اصلاحاتو غوښتنه هم کوي.

اتن به بیا هم د کومکي بستې د ترلاسه کولو په تمه وي

د اروپايي ټولني کمیساري د غړو هیوادونو په استازیتوب پر یوه پلان B باندي کارکوي. د دغي کمیسارۍ د یوې ویاندې په خبره اسناد به راټول او هغه به بیا غړو هیوادونو ته استول کیږی چي په کومک به یې عبوري مرسته کول ممکنه سي.

دا کار به هغه وخت اړین وي چي که د یورو د پولي واحد زون د مالیې وزیران له یونان سره د مرستي بستې پر ورکولو باندي سره لاموافق نه وي. هغه څه چي په هر صورت روښانه دي، دا دي چي مهلت مخ پر خلاصیدو دی.

راتلونکې پنجشنبې ورځ باید یونان د اروپا مرکزي بانک ته د پورونو یوه برخه او ورسره مله ټکت پولي بیرته ورکړي، چي هغه۳،۴ ميلیارده یورو کیږي. که یونان ونه کړای سي چي دغه پیسې ورکړي بیا نو مرکزي بانک مجبوره دی پر یونان باندي پیسې بندي کړي چي کیدلای سي د یونان ټوله اقتصادي نظام ورگډوډ کړي.

نړیوال وجهي صندوق د پورونو د ورپریښولو غوښتنه کوي

په دې ترځ کي نړیوال وجهي صندوق له اروپا څخه غوښتي دي چي یونان ته یوه برخه پورونه ورپریږدي. د دغه صندوق یوې چاروکې دیلیا ویلکولیسکو، ویلي دي چي صندوق کولای سي، له اتن سره د نورو مرستو په باب هغه وخت تصمیم ونیسي چي که له یونان سره د پورونو د یوې برخي د بخښلو تدابیر تر لاس لاندي ونیول سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب