د یونان پارلمان د ۲۰۱۳م کال له پاره بودجه تصویب کړه
۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبهاعلان
په یونان کې د سپما ضد پروگرامونو پر وړاندې د سترو احتجاجونو سربیره هم د دغه هیواد پارلمان د راتلونکي کال بودجه په واضح اکثریت سره منلې ده. زیاته شوې ده چې د دغه بودجې په حق کې ۱۶۷ او په مخالفت کې ۱۲۸ رایې اچول شوي دي.
په دغه بودجه کې ۹،۴ میلیارده یورو سپما په پام کې نیول شوي، چې ۷،۶ میلیارده به یې یوازې په معاشونو او تقاعد کې د کموالي له امله پوره کړای شي. د پوره وړي هیواد یونان له پاره د نوموړي بودجې تصویبول، د نورو نړیوالو مرستو د تر لاسه کولو له پاره یو شرط وو. یونان ته د پورونو د بل قسط د ورکولو چې ۳۱،۵ میلیارده یورو دی، په اړه به یې د یورو د زون د مالیو چارو وزیران نن په بروکسل کې خبرې اترې وکړي.