د یونان پارلمان د سپما نور تدابیر هم پرځان ومنل
۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبهاعلان
د یونان پارلمان د بین المللي مالي مؤسسو له خوا د سپما نور غوښتل سوي تدابیر هم ومنل. له ۲۸۳ وکیلانو څخه ۲۰۲ ئې د سږکال له پاره بودجه کی د ۳،۲ میلیارده یورو د سپما پروګرام ومانه.
د اروپايي ټولني، اروپا د مرکزي بانک او بین المللي وجهي صندوق څخه جوړي ترویکا، له یونان څخه د نورو تر څنګ د تقاعد ، مامورینو د معاشو او اجتماعي خدماتو د کمېدو غوښتنه کړې ده.
د آتن له خوا د دغو تدابیرو وضعه کېدل او منل هغه شرط وو چي دغه هیواد به د ترویکا له خوا نوري ۱۳۰میلیارده یورو په لاس راوړي. همدارنګه به د شخصي مالي مؤسسو لکه بانکونو له خوا ورته ۱۰۷ میلیارده یورو هم وبخښل سي.