1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان د مالي مرستو نوې غوښتنه رد شوه

بيرند ريگارد/ ناصر۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

«دا به لیونتوب وي، چې اوس د مرستو مودې د غزولو غوښتنه وشي». دا د يورو حوزې د مشر دائسبلوم روښانه قضاوت او پریکړه وه. د هغه په خبره لوبه پای ته رسیدلې ده او یونان د دولتي افلاس پر لور روان دی.

https://p.dw.com/p/1Fr5C
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

یونان او اروپایې اتحادیې هڅه کوله چې په وروستيو شیبو کې د دغه هیواد د پورونو لانجې د حل له پاره یوه موافقه رامنځته شي، خو بریالي نه شول.

که څه هم ټوله ورځ په بروکسل کې لیکونه رد وبدل شول او ډول ډول آوازې خپرې شوې، د تویټر په ځینو پیغامونو کې په واضح ډول ویل شوې وو چې د ایرو حوزی د ۱۹هیوادونو د مالیې وزیران د شپې تر ناوخته پورې د تلیفون کنفرانس له لاری کومې موافقې ته ونه رسیدل.

د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس د پورونو مودي تر پای ته رسیدو څو ساعته دمخه د اروپا د ژغورنې صندوق یا ESM ته یو لیک واستاوه. په دغه لیک کې سيپراس د یونان له پاره د مرستې د دریم پروگرام غوښتنه وکړه.

سیپراس لیکلي ول چې هیواد يې ۲۹ میلیارده يورو کریډټ یا پور ته اړتیا لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې په خاصه توگه د اروپا د مرکزي بانک او نړیوال وجهې صندوق پورونه پر خپل وخت بیرته ورکړي.

د اروپا پر وخت د شپې په نیمایې کې د مرستې د دویم پروگرام ټاکل شوی وخت پای ته ورسید، ځکه د دغه پروگرام د بشپړولو له پاره له خبرو اترو څخه یونان په ناڅاپي توگه مخ واړاوه.

د اروپايي دیپلوماتانو د اټکل له مخې د یونان صدراعظم سیپراس له خوا د مالي مرستو له پاره د یوه دریم پروگرام غوښتنه د پراخو خبرو اترو او دغه راز د یونان او يورو د ژغورني د صندوق ترمنځ د نوی پور تړون اړتيا شته.

سپراس په خپل لیک کې په واضح ډول د نوي پروگرام له پاره د پيسې ورکونکي مرجع په توگه د نړیوال وجهي صندوق(IWF) او اروپا مرکزي بانک(EZB) له نوم اخیستلو څخه ډډه کړي.

داسي ښکاری چې د یونان کیڼ اړخي حکومت قصداً وغوښتل چي نړیوال وجهي صندوق چې د دغه هيواد په معامله کې ډير سخت دریځه دی، بې اهمیته کړي.

د فینلند د ماليې وزیر، الیکس شتوب د اروپايي اتحادیې د مالیې له نورو وزیرانو سره تر تیلفوني خبرو وروسته اعلان وکړ چې د یونان د نوي غوښتني په هکله تیره شپه تصمیم و نه نیول شو. هغه وویل چې په دې اړه باید «عادي نافذ مقررات مراعات شي.»

د اروپايي اتحادېې د پارلمان رئیس مارتین شولتڅ په بروکسل کې ژرونالیستانو ته وویل: «د یونان صدراعظم نه شي کولای چې تل هغه غوښتني وړاندي کړي چې دی ېې غواړي.» شولتڅ د انتقاد په توگه وویل: «د یونان د حکومت مشر باید ووايي چې دی خپله څه کوي؟ د هغه په دې لیک کې دغسي یو څه نه لیدل کیږي.»

د یونان صدراعظم څو ورځي دمخه په خپل هیواد کې د یوې ټول پوښتني غوښته وکړه او پر خپلو خلکو يې غږ وکړ چې یونان ته د پیسو ورکولو اړخونو وړاندیزونه رد کړي، ځکه د هغه په نظر د سپما او اداري اصلاحاتو له پاره غوښتني ډيري سختي دي چې عملي کول يې یونانیانو ته ډېر گران تمامیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب