1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان د سبما د پروگرام په اړه نوې خبرې کیږي

۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعه
https://p.dw.com/p/15fHp

د یونان صدراعظم انتونیس سمارا، به نن د اروپایي کمیسیون، ترویکا، نړیوال وجهي صندوق او د اروپا د مرکزي بانک له استازو سره وګوري. ترویکا اوس په دغه هیواد کې د سپما د پروګرام د عملي کولو په اړه پرمختګونه ترڅېړنې لاندې نیسي.

یونان نور له دولتي ډیوالیتوب سره مخامخ دئ. د ترویکا له رپوټ څخه به معلومه سي چی ایا اتن به بیا هم نړیوالې مرستې په لاس راوړي او که نه. سمارا پر دې خبره ټینګار کوي چې دهغه هیواد به په راتلونکو دوو کلونو کې ۱۱.۵ میلیارده یورو وسپموي چې دولتي پورونه راکښته کړي خو د اروپایی ټولنې د کمیسیون مشر خوزې مانویل باروسو بیا په اتن کې د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له حکومت څخه د سپما په اړه د ژر تر ژره تدابیرو د عملي کولو غوښتنه وکړه او زیاته ئې کړه چې یوازې د وعدو ورکول کافي نه دي.