1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یولسم سپټمبر له بریدونو لس کاله وروسته

۱۳۹۰ شهریور ۲۰, یکشنبه

د سپټمبر د پیښو یوه لسیزه وروسته سږ کال د دغو بریدونو اصلي طراح، اسامه بن لادن، په دې نړې کې نسته. که څه هم په افغانستان کې نسبې پرمختګونه شوې خو اوس هم د دغه هیواد په بیلا بیلا برخو کې حالات د خرابیدو په حال کې دي

https://p.dw.com/p/12WrL
د 11/9 په بریدونو کی 3000 کسان ووژل شول
د 11/9 په بریدونو کی 3000 کسان ووژل شولانځور: AP

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یولسمه، د یوه نوي پړاو او په افغانستان کې د پراخ بدلون پیلامه وه. د سپټمبر په بریدونو کې شاوخوا دری زره انسانان ووژل سول خو لا هم د القاعدې پر وړاندي جګړه کې امریکا هره ورځ قرباني ورکوي.

د  القاعدې مشر، اسامه بن لاډن، د بریدونو پر مهال په افغانستان کې وو او د طالبانو حکومت هم نړیوالي ټولني ته د بن لاډن له تسلیمیدو ډډه وکړه.

امریکا او نړیوالو متحدیننو یې سمدلاسه د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدو په موخه عملیات پیل کړل، د ېوې میاشتې په دننه کې د طالبانو حکومت ړنګ سو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستي پیل سوي.

له دغو پیښو لس کاله تیریږي خو لا هم د سولې او امن ټینګښت چې د افغانانو یوازنۍ هیله ده نده پوره سوي او طالبان لس کاله وروسته بیا پیاوړي سوي او د ملک ډیرو سیمو ته په یوه ګواښ بدل سوي دي.

له دې سره سره  فقر، اوزګارتیا، مخ پر زیاتیدونکي نا امني او د عملیاتو پرمهال د ولسي خلکو مرګ ژوبلي د روان بهیر پر وړاندي خلک بي باوره کړي ، خو بیا هم خلک له روان وضیعت څخه د  تیر په پرتله ډیر خوښ دي.

افغانستان د طالبانو د نسکوریدو وروسته دوه ولسمشریزي او دوه دوري پارلماني ټاکني چې د اوسني دولت لويي لاس ته راوړني بلل کیږي تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر ځل پارلماني ټاکنو ناندرۍ لا هم ندي خطمي خو د ځینو کارپوهانو په باور چې دغه ناندرۍ په خپله د وینا د  خپلواکۍ مانا لري.

د سیاسي چارو کارپوه، عصمت الله غلجی، وایې که له یوه لوري په افغانستان کې ځيني ستونزي سته خو له بلې خوا له ترهګرو سره په نړیواله جګړه کې د پام وړ پرمختګونه سوي او نړۍ نور د یولسم سپټمبر د بریدونو څخه د مخکې نړۍ په څير نا امنه نه ده.

«دا چې بن لادن په پاکستان کې ووژل سو دا لویه لاس ته راوړنه ده. د القاعدې سازمان ته چې د یولسم سپټمبر د بریدونو طراحي یې کړي وه دا لوی ګزار دی. القاعده نوره د دړي وړي کیدو په حال کې ده او نړیوال د هغوي ایډیالوژی او کړنلاري په کلکه سره غندي.»

که له یوه لوري په دغو بریدونو کابوه یوه لسیزه تیریږي خو په همدې موده کې لا هم افغانستان خوندي ځآی ندی او د ډیرو خلکو هغه هیلي تر اوسه هم د یوه بي تعبیره خوب په څیر پر ځای پاتي دي چې با امنه هیواد غواړي.

یو شمیر افغانان په دې اند دي چې افغانستان یو ځل بیا په شا تګ ته مخه کړي او د کمزوري حکومتي ادارې او مافیایې  کړیو د بر لاسی په صورت کې به افغانستان یو ځل بیا ترخه تجربه وآزمایی.

د طالبانو د حکومت په نسکوریدو کې کلیدي رول که څه هم د نړیوالي ټولني پر غاړه وو خو د پياده جنګیالیو ډیره برخه د شمالي ایتلاف له لښکرو جوړیده کومي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملک له ډ یرو سیمو ایستل سوي ول.

د دغه ایتلاف یو عمده مشر برهان الدین رباني وو چې اوس ورته له همدغو طالبانو سره د پخلایني د شورا مشرتوب ور په غاړه دی.
ښاغلی رباني وایې افغانان باید اوسنۍ موکه چې نړۍ ورسره په خوا کې ولاړه ده له لاسه ورنه کړي.

«دغه کسان چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزي لپاره راغلي، هغوي په خپله وایې چې مونږ په لندن او واشنګټن کې د کوڅه په کوڅه جګړې د پیلیدو د مخنیوي لپاره افغانستان ته راغلي یو. هغوي زمونږږ د ساتلو لپاره ندي راغلي. افغانستان باید افغانان وساتي نه بهرنیان.»

سږ کال  د یولسم سپټمبر د بریدونه کلیزه په داسي حال کې لمانځل کیږي چې بهرني متحدین له افغانستان څخه د وتو په حال کې دي.

ډیری افغانان اوس له دې ویره لري چې ایا ځواکونه به یې وکړای سي په یوازي سره امنیت خوندي کړي او که نه.
.
امريکا له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان په جګړه کې کابو یو زر او پینځه  سوه سرتېري له لاسه ورکړي او ميلياردونه ډالر يې هم لګولي، خو د افغانستان حالت ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې دی.
 
د امريکا د ولس ډېره برخه دا مهال د افغانستان د جګړې مخالفت کوي او د ناټو غړي هيوادونه هم د افغان جګړې په اړه يوه خوله نه دي، له همدې امله هغه څه چې افغانان يې د خپل راتلونکي په اړه په خپل فکر کې لري، هغه يو داسې تت انځور دی چې نه يې د طالبانو فعاليتونه او نه هم د نړيوالې ټولنې اوسنی حالت او دريځ روښانه کولای شي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش