1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یورو زون غړو هیوادونو یونان ته د پورونو د بل قسط ورکول ځنډولي دي

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16hfH

د یورو زون غړو هیوادونو د یونان هیواد ته د مرستو د بل قسط په اړه پریکړه ځنډولې ده. د یورو د زون مشر جان کلوډ یونکر، د یورو د پولي واحد لرونکو هیوادونو د مالیې چارو وزیرانو سره په بروکسل کې تر غونډې ورووسته ویلي دي چې د یورو زون د مالیې چارو وزیران به د نومبر د میاشتې پر ۲۰مه نیټه په دې اړه خپلو خبرو ته ادامه ورکړي. په آتن کې د دولت لورې د یوې بلې ژمنې په هکله د هوکړې انتظار کیږي. د یونان هیواد د پورونو د بل قسط د تر لاسه کولو چې ۳۱،۵ میلیارده یورو کیږي ته په انتظار دی.