د یورو د زون د مالیې وزیران د بحراني هیوادو په اړه سلامشورې کوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهاعلان
د یورو د زون د مالیې وزیران په بروکسل کې یوه غونډه سره کوي تر څو په یونان او هسپانیه کې حالت تر څېړنې لاندې ونیسي. همدارنګه به د بې شمېره لوړو چوکیو د اشغالولو، د هغې په جمله کې د یورو د ګروپ د مشرتابه په اړه به هم بحثونه تر سره سي.
د لوکزامبورګ صدراعظم او د یورو د زون اوسنی مشر به د جون په میاشت کې له خپې دندې تېر سي او د دغې چوکۍ د پاره د المان د مالیې وزیر وولفګنګ شویبله ته د خوښي وړ کاندید په سترګه کتل کیږي. په دې ترڅ کې ده اعلان هم کړی دئ چې د دغی وظیفې پر غاړه اخیستلو ته تیار دس. خو د دې کار سره باید د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند هم خپله موافقه ښکاره کړي.