1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یورو حوزې مشران توافق ته ورسیدل

۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبه

د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه په بروکسل کې تر یوې ۱۷ ساعته ناستې وروسته توافق ته ورسیدل چې د یونان له اقتصادي ورشکستګي او د یورو له حوزې څخه د دغه هیواد د احتمالي وتلو مخنیوي کوي.

https://p.dw.com/p/1Fxh6
انځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

د یونان لومړي وزیر او د اروپايي ټولنې نورو مشرانو د دوشنبې په ورځ وویل چې د هغوی د اوږدې ناستې په پایله کې یو توافق رامنځ ته شوی دی. چارواکو ویلي دي چې د یونان د پورونو پر څرنګوالي کره کتنه د رامنځ ته شويو تړونونو یوه برخه ده.

د اروپايي شورا مشر دونالد تسک، لومړی کس وو چې د یوه توافق رامنځ ته کیدل یې تایید کړل. هغه بیا لږ وروسته د اروپایي کمیسیون او اروپايي ټولنې له مشرانو سره په یوه خبري کنفرانس کې هم څرګند شو او د رامنځ ته شوي توافق په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

تسک وویل چې له دې توافق سره به یونان له افلاس څخه وژغورل شي. په عین حال کې د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر هم وویل چې له دې سره به د یونان چارې بیرته سمون ومومي او د یورو له حوزې څخه د دغه هیواد د وتلو امکان هم له منځه تللی دی.

اوس نو د یونان لومړی وزیر الیکسیس سیپراس، باید د خپل حکومت ایتلافي ګوند چې د سپما د پروګرامونو ضد دی، پر دې قانع کړي چې شوي توافق ته په پارلمان کې مثبته رایه ورکړي.

هغه خبریالانو ته تر غونډې وروسته وویل چې که څخه هم په رامنځ ته شوي توافق کې د سپما سخت شرایط موجود دي خو د یونان خلک به یې ملاتړ وکړي.

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، هم تر خبرو اترو وروسته وویل چې د یونان او دغه هیواد ته د پور ورکوونکو تر منځ باید د اعتماد فضا یو ځل بیا رامنځ ته شي. هغې وویل: «په مخ کې پرته لار اوږده ده. او د تیرې شپې خبرو اترو ته په کتو سره دا یوه ستونزمنه لار ده. یونان د دې چانس لري چې یو ځل بیا د ودې پر لار روان شي. خو دغه لار به اوږده وي.»

د رامنځ ته شوي توافق له مخې باید د یونان پارلمان د سپما هغه پلان تایید کړې چي په کې د لګښتونو کمول، د مالیاتو ډیرول او د تقاعد په برخه کې ریفورمونه شامل دي. سیپراس په ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې د دغه ریفورمونو مخه به ونیسي. د توافق تر اعلانیدو لږ وروسته د یونان د حکومت ایتلافي ګوند وویل چې لا روښانه نه ده چې شوي توافقونه به په پارلمان کې تایید شي او که نه.

په توافق شویو تدابیرو کې د یو مستقل صندوق رامنځ ته کول هم شامل دي چې په کې د یونان دارایي ګانې راټولیږي او د وخت په تیریدو سره به خصوصي کړای شي. دغه صندوق باید ۵۰ میلیونه یورو راټولې کړي او بیا یې د یونان د پورونو د ادا کولو په موخه وکاروي. که څه هم تر دې مخکې وړاندیز شوی وو چې دغه صندوق په به لوګزمبورګ کې میشت وي، خو اوس پریکړه شوې ده چې هغه په اتن کې وي.

ایا یونان تر فشارونو لاندې توافق کړی دی؟

دیونان دحکومت یوه استازي د یونان خراب اقتصادي وضعیت په اشاره کولو سره ویلي چې «که د هر کس پر سر تومانچه کیږدي نو هغه موافقه کوي». که یونان نوې اقتصادي مرستې ترلاسه نه کړي نو له افلاس سره به مخامخ شي او آن د دې ګواښ هم شته چې د یورو له حوزې څخه و ایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله، وړاندیز کړی وو چې یونان دې په موقتي توګه د پنځو کلونو له پاره د یورو له حوزې څخه و ایستل شي خو دغه وړاندیز د اروپايي ټولنې د پارلمان د مشر مارتین شولتس، له نیوکو سره مخامخ شو او د دوشنبې په ورځ یې د هغه د رد کیدو خبر ورکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب