د یمن د جگړې يو بل اړخ
د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې په یمن کې لږ تر لږ ۱۴ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. ۳۷۰ زره ماشومان بیا له خوارځواکۍ سره لاس او گریوان دي.
د ملگرو ملتونو په وینا په یمن کې د جگړې له کبله ۵۰۰ زره ماشومان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي او له دې جملې څخه بیا ۳۷۰ زره ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
له خوارځواکۍ سره د مخامخو دغو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو هم کم دي او په دې کې دوه پر دریمه برخه ماشومان داسې چې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د ملگرو ملتونو په وینا دغه کوچنیان دومره ناروغه وشي دي چې د له منځه تللو له گواښ سره مخامخ دي.
د تیر کال په پرتله سږ کال له لوږې سره د مخامخ ماشومانو به شمیر کې پنځوس سلنه ډیروالی راغلی دی. د زیاترو ماشومانو وزن د دوی د جسماني ودې په پرتله کم او یوازې هډوکي ښکاري.
د ملگرو ملتونو د نوو ارقامو له مخې د یمن نیم نفوس د خوراک له کمښت سره مخامخ دی او دغه شمیر کابو ۱۴ میلیونه ته رسیږي. اغیزمن شوي کسان د روغتیايي خدماتو له کمې سره هم مخامخ دي.
اس جنگ زدہ ملک میں ہیضے جیسی متعدی بیماریاں بھی پھیل رہی ہیں۔ صرف عدن شہر میں اس بیماری سے متاثرہ ایک سو نوے افراد کو ہسپتال لایا گیا ہے۔
د یمن په ځینو سیمو کې قحط خطر پیدا شوی دی. یمن چې د نړۍ په کچه یو له بې وزله هیوادونو څخه شمیرل کیږي له تیرې څه مودې راهیسې پکښې د حوثي یاغیانو او د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته کیږي.
کھانے پینے کی اشیاء اور ادویات کے لحاظ سے یمن کا زیادہ تر انحصار درآمدات پر ہے لیکن ملک میں جاری لڑائی کی وجہ سے اس ملک میں تجارتی جہازوں کی آمد ورفت نہ ہونے کے برابر ہے اور ملک کی اسی فیصد آبادی کو انسانی بنیادوں پر امداد کی ضرورت ہے۔
د یمن اقتصادي جوړښت گډ وډ شوی دی. بانکي څانگه هم سخته اغیزمنه شوې ده. د سوداگریزو کړیو په حواله تر ۲۰۰ میلیونو زیاتې پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي چې له دې کبله سوداگر خوراکي توکې په ځانگړې توگه د غنم او اوړو نورې زیرمې نه شي راغوښتی.
ویل کیږي چې د لویدیځ یو شمیر بانکونو هم د یمن سوداگرو ته په دغه هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د پورورنو له ورکولو څخه ډډه کوي.