د یاسر عرفات د مړینې په اړه څیړنې کیږي
۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبهاعلان
فرانسوي څارونوالو د یاسر عرفات د مړینې په اړه څیړنې پیل کړي دي.
داسې ادعاگانې کیږي چې عرفات ته زهر ورکړل شوي ول چې همدا ئې بیا د مړینې لامل شوی وو.
دغه پنځه اویا کلن فلسطیني مشر، پاریس ته نزدې په یوه پوځي روغتون کې ووژل شو.
د عرفات کورنۍ په فرانسې کې تر هغه وروسته د قتل دوسیه درج کړه چې داسې رپوټونه خپاره شول چې کیدای شي عرفات د زهرو له کبله وژل شوی وي.
فلسطیني چارواکو د عرفات د مړینې په اړه د څیړنو د پیل هرکلی کړی دئ. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.