1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گړندي اورگاډي تر ټولو اوږده پټلۍ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه

په چين کي په نړيواله کچه د گړندي اورگاډو تر ټولو اوږدې پټلۍ په فعاليت پيل وکړ. دغه پټلۍ د پلازمېني پيکينگ او گوانگژو ښار تر منځ، چي نزدې ۲۳۰۰ کيلومتر واټن دی جوړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1798B
انځور: Reuters

د چين دولتي تلويزيون د چهارشنبې (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۶) په سهار د پيکينگ د غربي سيمي د گړنډي اورگاډو پټلۍ وښوده، چي لومړي گړندي اورگاډي ورباندي حرکت وکړ.

د دغو اورگاډو د مسافرينو له پاره به د ۲۲۹۸ کيلومتره واټن چي د پلازمېني او گوانگژو تجارتي ښار تر منځ دی د ۲۲ ساعتونو پرځای اته ساعته په کار وي.

له پيکينگ څخه د دغه اورگاډي تر حرکت يو ساعت وروسته له گوانگژو ښار څخه هم د پلازمېنې پر لور په نړيواله کچه اوږدې پټلۍ باندي گړندي اورگاډي حرکت وکړ.

دغه اورگاډي په منځنۍ کچه په ساعت کي ۳۰۰ کيلومتره واټن وهي او د لاري په اوږدو کي په ټولو لويو ښارونو کي توقف لري.

د چين دولتي رسنيو خبر ورکړی دی، د گړندي اورگاډو دغه پټلۍ چي په نړۍ کي لومړۍ ده، ځکه د دسمبر پر ۲۶ نېټه پرانيستل سوه، چي په دغه ورځ مائوتسه تونگ زېږېدلی وو.

چين پنځه کاله دمخه د گړندیو اورگاډو د پټلیو د شبکې په پراختيا پيل وکړ، چي تر هغه درې کاله وروسته په نړۍ کي ترټلو ستره شبکه سوه.

دغه شبکه اوس ۸۳۵۸ کيلومترو ته رسيږي. په پلان کي ده چي دغه شبکه تر ۲۰۲۰ عيسوي کاله پوري تقريباً دوه برابره پراخه سي.

دغه شبکه چي نړۍ ته د چين د دوهم ستر اقتصادي قدرت د ورپيژندلو نښانه ده، له رشوت خوړلو او امنيتي ستونزو سره هم مخامخ وه. د دغي پروژې تر ټولو غمجنه پيښه په ۲۰۰۸ کال کي د دوو اورگاډو ټکر وو، چي ۴۰ تنه انسانان پکښې ووژل سول او پر حکومت باندي سختي نیوکي وسوې.

خلکو مسئول چارواکي پړ گڼل چي د گړندي اورگاډو له پاره د پټليو د جوړولو پروژې له پاره ئې هغه اقدامات نه دي تر سره کړي، لکه څرنگه چي ښايي.

اوس مسئول چارواکي وايي، چي د دغي پروژې د پراختيا له پاره ئې د ساتني ټول شرايط په پام کي نيولي دي. په دې کي د پټلیو پراختيا هم راځي.