1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوانتانامو په اړه د ويکيليکس احتمالي بربنډوني

۱۳۸۹ آذر ۱۸, پنجشنبه

د ويکيليکس راتلونکي بربنډوني کيدای سي د ولسمشر اوباما اداري ته ډيري زورونکي وي. دا په داسي حال کي ده چي هغه لا تر اوسه د امريکايي ديپلوماتيکو ياداشتونو د بربنډولو له شوک څخه پر حال نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/QUUl
د ګوانتانامو زندان
د ګوانتانامو زندانانځور: dpa

د ويکيليکس ويب پاڼي راتلونکي بربڼډوني کيدای سي د گوانتانامو د زندان په اړه وي. دغه بربنډوني ښايي چي په ګوانتانامو کي د بنديانو په اړه د متحده ايالاتو رپوټونه وي. ځيني امريکايي چارواکي انديښنه لري چي داسي نه يي چي دغه رپوټونه هغه څه وښيي چي ځيني بنديان له گوانتانامو څخه آزاد شوي دي که څه هم هغوي خطرناک ارزول شوي ؤ.

د ګوانتانامو زندان ولسمشر اوباما ته په ميراث پاته سرخوږی دی. هغه د خپل کمپاين په دوران کي ويلي ول چي دی به د گوانتانامو زندان بندوي خو اوس دوه کاله وروسته د دغه زندان د بندوني کوم اثار نه ليدل کيږي.

د ويکيليکس د ويب پاڼي بنسټ ايښودونکي، جولين اسانج، ځان د سه شنبي په ورځ په برتانيه کي پوليسو ته تسليم کړ. دی چي اوس مهال په دغه هيواد کي زنداني دی وايي:« د گوانتانامو په زندان کي د بنديانو په اړه، ډير شمير اسناد او رپوټونه په لاس کي لري.»

يو کس چي د اسانج سره د همدې کال په پيل کي په تماس کي و وايي: «اسانج په گوانتانامو کي د ميشت هر زنداني دوسيه په لاس کي لري.»

د دغه موضوغ په اړه د پنتاگون چارواکو او امريکايي استخباراتي سازمانونو کوم نظر نه دی ورکړی. خو هغه کسان چي د اسانج او نورو رسنيو ترمنځ د معلوماتو له معاملو سره اشنايي لري وايي.« د دې خبري ثبوت چي اسانچ دي ځيني رسنيو ته د گوانتانامو د زندان په اړه اسناد لا مخکي سپارلي وي، په لاس کي نشته.»

Betende Insassen in Guantanamo
انځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو ډير شمير چارواکي انديښنه لري چي د هغو اسنادو په جمله کي چي اسانج يي په لاس کي لري، کيداي سي ځيني ډير حساس رپوټونه هم شامل وي. د بيلګي په توګه په دي اسنادو کي ښايي داسي پارونکي مسايل عنوان سوي وي چي د گوانتانامو له زندان څخه آزاد سوي بنديان يو ځل بيا د ياغيانو او تروريزم سره يوځای کړي.

د گوانتانامو په اړه د اسنادو بربڼډول کيداي سي چي ډير زيانمن ثابت سي او دا خطر هم د ځان سره ولري چي د دغو اسنادو بربڼډونه د امريکا جاسوسي تکتيکونه او سرچيني له خطر سره مخامخ کړي.

که چيري په دي اسنادو کي رښتيا هم ښکاره سي چي د گوانتانامو له زندان څخه ډير شمير هغه زندانيان چي امريکا ته يي خطر رامنځ کړی ؤ، آزاد سوي دي، دا به د امريکا دولت لپاره د لا ډير زوريدو سبب وګرځي.

د گوانتانامو زندان د ولسمشر بوش د واکمنۍ په دوران کي په کيوبا کي جوړ سو ترڅو د افغانستان په جگړه کي نيول سوي تروريستان پکښي وساتل سي.

له قانوني او حقوقي لحاظه د دغه شخړه يز زندان د تړلو لپاره بارک اوباما د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کي په وار وار ژمني وکړې او آن د ولسمشري د لوړي څخه لږ څه وروسته سمدلاسه يوه پريکړه لاسليک کړه چي د يو کال په موده کي به د دغه زندان درازوه تړي، خو هغه لا تر اوسه هم فعال پاته دی.

دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د کورنيو استخباراتو اداري په رواني اونۍ کي د گوانتانامو د زندان څخه د آزاد سوو بنديانو په اړه يو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کي ليکل شوي ؤ چي تر اوسه پوري 598 کسان د گوانتانامو د زندان څخه آزاد شوي دي.

دغه رپوټ همدا شان ښيي چي د هرو څلورو آزاد سوو زندانيانو څخه يو يي هم بيرته تروريستي فعاليتونو ته مخ اړولی او يا شک کيږي چي دا کار يي کړی وي.

رویترز/مسعود جهش

کتونکی: عبدالباری حکيم