د گني بساو پوځي واکمنې ډلې پرځول سوي ولسمشر ازاد کړ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبهاعلان
په لوېديځ افريقايي هيواد گينيا بساو کي تر پوځي کودتا وروسته اوس د دغه هيواد يو شمېر مهمو سياستوالو ته اجازه ورکول سوې ده چي دغه هيواد پریږدي.
دغه سياستوال چي پکښي ولسمشر رای مندو پېرېرا، او لومړی وزير کارلوس گومېڅ، هم شامل دي دوې اونۍ مخکې د کودتا په ترڅ کي بندي کړل سوي ول.
پرځول سوی ولسمشر پېرېرا او لومړی وزير گومېڅ د يوې الوتکي په مرسته د عاج ساحل ته رسېدلي دي. د لوېديځي افريقا د هيوادونو د گډ اقتصادي کار د ډلې د فشار وروسته د بيساو واکمني پوځي ډلي دې ته غاړه ايښې چي د دوو کالو پر ځای يو کال وروسته نوې ټاکنې تر سره کړي.
پوځي واکمنانو دې ته هم غاړه ايېښې ده چي په خپل هيواد کي د نوموړې افريقايي ټولنې سرتیرو ته په خپل هيواد کي د سوله ساتنې د ماموريت اجازه ورکړي.