د گرجستان په پارلماني ټاکنو کې د اپوزیسیون گوند مخ ته دئ
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهاعلان
په گرجستان کې د تیرې ورځې د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اساس د دغه هیواد اپوزیسیون په واضحه توگه مخکی دئ. د لسو حوزې له جملې څخه د یوې حوزې د شمیرل شوو رایو پر اساس د اپوزیسیون اتحاد چې د گرجستان د خیال په نوم یادیږي ۵۷ سلنه رایې گټلي دي.
دغه خبر د گرجستان هیواد د ټاکنو کمیسیون په تفلیس کې ورکړی دئ. د ولسمشر ساکاشویلي، د ملي غورځنگ اتحاد ۳۸ سلنه رایې گټلي دي. البته دغه ارقام د ټاکنو له پایلو سره مستقیمي اړیکي نه لري، ځکه چې لا تر اوسه د ټاکنو بشپړه پايلې نه دې اعلان شوي.