د گرجستان په ټاکنو کي مخالف گوند مخ ته دئ
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهپه دې ترتیب سره نو اوسني جمهور رئيس ميخائيل ساکاشويلي په لومړي ځل تر نهه کلني مودې وروسته په پارلمان کي اکثریت له لاسه ورکړ. تر اوسه پوري د ده گوند «متحد ملي غورځنگ» د پارلمان اکثریت په لاس کې لاره.
له گرجستان څخه رسیدلي انځورونه داسې وضعیت ښکاره کوي لکه چې دې هيواد د فوټبال کومه نړيواله لوبه گټلې وي. هري خوا ته د موټرو هارنونه او د شپېلکيو ږغونه اورېدل کيږي، او خوشحاله څېرې تر سترگو کيږي.
که څه هم چي د دغو ټاکنو وروستۍ نتيجه لا معلومه نه وه، خو بيا هم د سه شنبې په شپه په لسونو زرو کسانو د اپوزيسيون د بري لمانځنه کوله. د پایلو تر اعلانیدو وروسته سمدستي خلک د آزادۍ په ميدان کي سره راټول سول، او د اپوزيسيون مشر ايوانيشويلي ځان د دغو ټاکنو د گټونکي په توگه اعلام کړ:
«د گرجستان په تاريخ کي دا اول وار دئ چي اولس د ټاکنو له لاري د قدرت په بدلون کي ونډه اخلي. موږ بايد اوس ټول سره يو سو او ټول هغه څه چي تېر سوي دي هغه هېر او د يوه نوي گرجستان د جوړېدو په فکر کي سو.. په پارلمان کي نزدې ۱۰۰ څوکۍ په موږ پوري اړه لري.»
اوسني جمهور رئيس ساکاشويلي بيا ويلي دي چي تلوار بايد و نه سي او په عين حال کي دا هم مني چي د ده گوند په پلازمېنه تفليس کي د اپوزيسيون په مقابل کي ماته وخوړله.
خو ده زياته کړه چي گرجستان يوازي د تفليس څخه نه دئ جوړ، بلکي په هغه کي نور ښارونه هم شامل دي. د هغه ويانده ايريکا سيسي شويلي وايي: «موږ لا د نورو له خوا د غبرگونونو په انتظار کي يو.. ښايي په دغو ټاکنو کي درغلۍ سوي وي. زاکا شويلي لا دې ته حاضر نه دئ چي خپل قدرت وسپاري.»
خو د سهار د درو بجو په شاوخوا کي په ډېري تلوسې سره خلک د وروستيو پايلو په تمه ول. د رايو تر پنځه فيصده شمېرلو وروسته اپوزيسيون د ۵۱ سلنه په تر لاسه کولو سره بياهم ډېر مخته وو.
د ساکاشويلي واکمن «متحد ملي غورځنگ» گوند ۴۳ فيصده رايي گټلي دي. خو د دوی تر منځ واټن وار په وار د ډېرېدو په حال کي دئ. په دغو انتخاباتو کي نورو گوندونو په ښکاره ډول تر پنځه فيصده، کمي رايي گټلي دي.
کريستينا/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل