د گرجستان مخکنی ولسمشر په اوکراين کي والي سو
۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه
د اوکراين جمهور رئيس پيترو پوروشينکو د گرجستان مخکنی ولسمشر چي اوس د هغه هيواد تر تعقيب لاندي دئ د شنبې په ورځ د «اديسا» سيمي د والي په توگه وټاکه.
پوروشينکو د خپل تويتر له لاري ليکي دي چي ده، سکاښويلي د توري بحيرې د بندري ښار «اديسا» ادارې ته ور وپېژاند. پروشينکو تر دې يوه ورځ دمخه د جمعې په ورځ سکاښويلي ته د اوکراين تابعيت ورکړ.
لوېديځ پلوه سياستوال
پوروشينکو له پارتي بازي او فساد سره د مبارزې له پاره په خپل هيواد کي د پخواني شوري اتحاد ډېر داسي سياستوال پر مهمو چوکيو باندي ټاکلي دي چي په اوکراين کي نه دي زېږېدلي. لوېديځ پلوه سکاښويلي له ډېر وخت راهيسي د پوروشينکو د سلاکارانو په ډله کي وو.
سکاښويلي دغي دندې ته تر ورپيژندلو وروسته وويل: «زموږ اصلي موخه دا ده چي دغه مصنوعي جنگ چي دغه فوق العاده ټولنه ئې اغېزمنه کړې ده، تر شا پرېږدو. موږ به له جمهور رئيس او د هغه له تيم سره نوی اوکراين جوړ کړو.»
لس کاله د گرجستان ولسمشر
سکاښويلي په ۲۰۰۳م کال کي د په اصطلاح تر گلابي انقلاب وروسته واک ته ورسېد. تر هغه وروسته ده د پخواني شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير ايدوارد ښورنادزي د جمهوري رياست له چوکيه لير کړ. په ۲۰۰۸م کال کي بيا جمهور رئيس وټاکل سو.
د ولسمشرۍ د دوهمي دورې تر ختمېدو وروسته سکاښويلي امريکا ته ولاړ. د هغه د جمهوري رياست د دوهمي دورې په وروستيو کي د ده د اختياري غوښتنو په اړه سخت بحثونه راپورته سول. تر هغه وروسته د تفليس څارنوالۍ د فساد او له چوکۍ څخه د ناوړي گټي اخيستني په خاطر د سکاښويلي د ارزولو حکم صادر کړ.
د «اديسا» سيمي د والي په توگه د سکاښويلي ټاکل روسيې غندلې ده. په ۲۰۰۸م کال کي له گرجستان څخه د «آبخازيا» سيمي د بېلتون غوښتني پر سر د روسيې او گرجستان ترمنځ يو لنډ جنگ هم وسو.
په دغه وخت کي له روسيې سره سرحد لرونکې سيمه «آبخازيا» له گرجستان څخه بېله سوه او د روسيې له خوا د يوې خپلواکي سيمي په توگه په رسميت وپېژندل سوه.