1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوګل نوی اپلیکشن په کمزوري انترنت هم کار کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د ټولنیزو رسنیو او ویدیويي تماسونو په برخه کې رقابت اوج ته رسیدلی دی. په دې لړ کې ګوګل یو نوی اپلیکشن جوړ کړی دی چې Due نومیږي. په دې اپلیکشن کې په کمزوري انترنت هم ویدیويي مکالمې کیدای شي.

https://p.dw.com/p/1JjbE
Google Duo Video Chat App
انځور: picture-alliance/AP/Google

ګوګل له یوه نوي اپلیکشن سره د ویدیويي مکالماتو بازار ته راوځي. دې شرکت د روان کال په می میاشت کې د Due په نوم اپلیکشن د جوړیدو خبر ورکړ. له دې سره به دغه شرکت د فیسبوک له مسنجر، د میاکروسافت له سکایپ او د اپل شرکت له فیس ټایم سره سیالي وکړي. فیس ټایم یوازي د اپل شرکت په محصولاتو کې کارول کیدای شي خو Due اپلیکشن به په هر ډول ګرځنده تلیفونونو کې د کاریدنې وړ وي.

د کیفیت ښه کیدل او اسانه کارونه

ګوګل اوس هم د هنګ اوتس Hangouts په نوم یو اپلیکیشن لري چې د ویدیويي مکالماتو له پاره کاریدای شي، خو دغه شرکت وایي چې له Due اپلیکیشن څخه کار اخیستنه به اسانه وي او کیفیت به یې هم ښه وي. د دې اپلیکیشن یوه ځانګړتیا دا ده چې کله يو چا ته زنګ راځي، تر دې مخکې چې هغه قبول کړي، هم کولای شي چې د زنګ وهوونکي انځور وویني.

پلان شوې ده چې دغه اپلیکیشن هم په اندرویاد او هم په ای او ایس پروګرامونو کې د کاریدنې وړ وي. خو دغه اپلیکشن اوس یوازې یوې دستګاه ته محدود دی، او یو کاروونکی نه شي کولای له یوه حساب یا اکونت څخه په څو دستګاوې کې کار واخلي.

ګوګل همداراز د لنډو پیغامونو د استونې یوه نوی اپلیکشن، الو یا Allo د خپرولو خبر هم ورکړی دی. د ګوګل مدیر نیک فوکس، ویلي دي چې په راتلونکې کې به دغه دواړه اپلیکیشنونه سره یو ځای شي.

په مسنجر کې هم لنډه پیغامونه او هم ویدیويي مکالمات کیدای شي. پر دې سربیره په راتلونکې کې وتس اپ WhatsApp اپلیکیشن به هم په راتلونکې کې د ویدیویي مکالماتو امکان ولري. دغه دواړه اپلیکیشنونونه هر یو تر یو ملیارد ډیر کاروونکي لري.

د ګوګل شرکت مدیر ویلي دي چې علاقه نه لري د Due له لارې پیسې وګټي. دغه اپلیکیشن به د تلیفون د شمېرو په مرسته فعاله شي او کیدای شي چې په کمزوري انترنت هم کار وکړي.

گرځنده تليفونونه