1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتنامو يو شمېر بنديان غواړي آلمان ته ولاړ سي

۱۳۸۸ فروردین ۱۹, چهارشنبه

دسوريي دوه تنه اتباع چي په ګوانتانامو کي دامريکي دمتحده ايالتونوپه کمپ کي بندیان دې غواړي المان ته راشي...

https://p.dw.com/p/HSyJ
د امريکا د نوي مشر اوباما په راتلو سره د ګوانتنامو زندان د بنديانو د ژوندانه په شرايطو کي يو لړ اسانتياوي راغلي دي
د امريکا د نوي مشر اوباما په راتلو سره د ګوانتنامو زندان د بنديانو د ژوندانه په شرايطو کي يو لړ اسانتياوي راغلي ديانځور: AP

د سوريې دغه دوه تنه اتباع چي د 2002 ميلادي کال راهيسي د ګوانتنامو په کمپ کي پرته له کومي محاکمې څخه بند ساتل سوي دي اوس ښايي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما د پريکړي سره سم پرته له محاکمې څخه خوشي سي. دغه دواړو اوس د خپلي مدافيع وکيلي ته ويلي دي چي د خوشي کيدو په صورت کي غواړي آلمان ته ولاړ سي. خو د آلمان حکومت تر اوسه دا پريکړه نه ده کړې چي د ګوانتنامو د بند څو تنه بنديان پخپله خاوره کي و مني.

دغه دوه تنه پلار او ځوي دې . ځوي چی محمد خان تو ماني ، 17 کلن و چي د پلار سريي يو ځاي دپاکستانیانو له خوا نیول شوی او بيا وروسته امریکایانو ته سپارل شوي وو. دوي د 2002 ميلادي کال راهيسي دګونتانامو په بندیخانه کي ناست دی او ددوي يواځنې هيله داده چی له دغه ځايه څخه ووځي او آلمان ته راشي . دوي خپله دغه هيله خپل مدافع وکيلې ميرمن پرديس کبريايي ته ځرګنده کړي او ددوي مدافع وکيلې دغه موضوع آلمانانو ته مطرح کړي.

«ددوي دپاره آلمان دامن يو ځاي بلل کیږی . په دغه هیواد کي به دوي دوهلو ټوکلو او شکنجو څخه په امن کی وی . له بله پلوه په آلمان کی ددوی نور هیوادوال هم ژوند کوی چی هغوی به له دوی سره مرستې هم وکړي.»

دغه دوه تنه سورايايي اتباع په ګونتانامو کی دهغه 60 بندیانو په ډلې پورې اړه لری چی نشي کولای يا نه غواړی بيرته خپل هیود ته ستانه شی . ځکه دوی په سوریه کي ددي ويره لري چی بيا به وزوريږی او تر شکنجو لاندی ونيول شی. ددوي مداعف وکيله وايي چي:

«هسي چي مونږ معلومات لرو ، دوي په پاکستان ،کندهار ، او ګونتانامو کی وهل او ټکول شوی او زوریدلی دی . په هغه متودونو سره له دوي نه پوښتنې او تحقيقاتونه شوی چي دمخه په دی هکله مونږ دیرې خبري اوریدلي دي . او له بله پلوه دوي اوه کاله پرته له محاکمې څخه په بند کی ساتل شوي دی.»

يو شمېر بنديان ګوانتنامو ته د ليږلو پر مهال
يو شمېر بنديان ګوانتنامو ته د ليږلو پر مهالانځور: Roadside Attractions

ددوي مدافع وکيله چی د Center fo Constitutional Rights په نامه دبشر دحقونودپلوی سازمان دپاره کار کوی ، څو څو واری أه نیورکه څخه ګوانتانامو ته تللې . دا کولاې شي هلته دخپل موکلینو سره خبري وکړی خو په دی شرط چي ويديويی کمري او دغږونو دثبت آلي بايد چالاني وي . او ددي ټول لیکونه او اسناد يي چی په موکلینو پوري اړه لري ، بايد پوځیانو ته يی وښه يی او ټول دغه اسناد دپوځيانو له خوا فوتو کاپی کیږي . په دی هکله داويي چي:

«ما د خپل دموکلینودوسيي چی پټ اسناد بلل کیږی کتلي دی . خو زه داحق نلرمه چي په دی اړه څه ووايمه ، خو که چيری ما داحق لرلاي چی څه ووایمه ، نو ما به ویلي وای چی په بيلګو سره ثابتيدلاي شی چی دوی بيګناه دی.»

خو سره له دی بیا هم محمد خان تو مانی او دده پلار په جلا خونو کي بندیان دي . چي دغه وضع ددوی په روحیاتو باندی ډیره بده اغیزه لري.

«په تیرو دو کلونو کی زما موکل په 6 شمير کمپ کی و چی هلته زښته زيات محدوديتونه دي . مثلا بندیان په وړو خونو کی ديو بل څخه جلا ساتل کیږی دغه خونی کړکي لري ، نه طبیعي رڼا او نه طبيعی هوا . په يوه شپه او ورځ کي بايد زما موکل په دغه راز خونو کی لږ تر لږه 20 ګړي تيريکړي.»

دامریکی دمتحده ایالتونو دولس مشر په توګه داوباما په ټاکل کيدلو سره ، نوموړی امر کړی چی دګوانتانامو دبندیانو په شرايطو باندی نوي نظر وشی . چي اوس دګونتانامو دبندیانو دژوندانه په شرايطو کی يو لړ اسانتياوی رامنځ ته شوی دی.

Werkhäuser/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل