1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو څلور زندانيان افغان دولت ته وسپارل سول

احمدولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۳۰, یکشنبه

امريکايي چارواکو ويلي چي څلور افغانان چي نومان يې خيالي ګل، شاولي خان، عبدالغني او محمد ظاهر دی، افغان حکومت ته سپارلي دي. دغه کسان تر يوې لسيزي زيات په ګوانتانامو کي زندانيان ول.

https://p.dw.com/p/1E8D9
انځور: picture-alliance/dpa/Shane T. McCoy/US Navy

د امريکا د دفاعي چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل چي د دې څخه تر مخه د ګوانتانامو څخه څلور افغان بنديان آزاد کړي، د هغوی په تړاو يې پراخي پلټني وکړې. د پنټاګون په وينا د دغو پلټنو تر ټولو مهم ټکی د امريکا د متحده ايالاتو ملي امنيت ؤ.

امريکايي چارواکو ويلي چي څلور افغانان چي نومان يې خيالي ګل، شاولي خان، عبدالغني او محمد ظاهر دي، افغان حکومت ته سپارل سوي دي. د کابل حکومت د دې څخه هرکلی کړی دی چي ورته دغه څلور افغانان سپارل سوي دي.

د پنټاګون په وينا په ګوانتانامو کي اوس في الحاله ۱۳۲ کسان بنديان دي. د ګوانتانامو زندان د کيوبا هيواد په داسي سيمه کي واقع دی چيري چي د امريکا پوځ مستقر دی.

دغه مياشت ۱۰ زندانيان خوشي سول

د راپورونو پر اساس آزاد کړل سوي څلور افغان زندانيان د ۲۰۰۲ م او ۲۰۰۳م کلنو تر منځ په خپل هيواد کي نيول سوي ول. پر هغوی د طالبانو او د القاعدې د شبکې سره د اړيکو د درلودلو تورونه لګول سوي ول. دغه زندانيان په داسي حال کي د ګوانتانامو څخه آزاديږي چي د رواني ميلادي مياشتي په شروع کي ۶ نور زندانيان هم د دغه زندان څخه خوشي کړل سوي او د اروګوای هيواد منلي ول.

د آزادو کړل سوو زندانيانو وکيلانو تل پر دې ټينګار کړی ؤ چي پر مؤکلينو يې لګول سوي تورونه ناسم دي. دغو وکيلانو ويل چي زندانيانو يې هيڅ جرم نه دی کړی. د هغوی په وينا دغه کسان پر غلط ځای پر غلط وخت نيول سوي او ورباندي ناسم تورونه لګول سوي دي. د وکيلانو پر وينا دغه زندانيان ساده بزګر دي چي صرف د يو مخبر په مخبري نيول سوي ول.

په افغانستان کي د سولي عالي شورا ويلي دي چي د ګوانتانامو څخه آزاد کړل سوي او افغان حکومت ته سپارل سوي څلور افغانان به ډېر ژر خپلو کورنيو ته وسپارل سي. يادي شورا په عيني حال کي د پاتو ټولو افغان بنديانو د آزادولو غوښتنه هم کړې ده.

ګوانتانامو تر مسلسل تنقيد لاندي

د ګوانتانامو زندان د امريکا د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش له خوا د سپتامبر د ۱۱مې د بريدونو وروسته جوړ کړل سو. د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال راهيسي پر نيول سوو اکثريت زندانيانو نه تر اوسه په رسمي توګه تورونه لګول سوي او نه هم هغوی کومي محکمې ته حاضر کړل سوي دي. په دې تړاو پر امريکايانو تور لګول کيږي چي دغه زندانيان يې شکنجه کړي او ربړولي دي. په ۲۰۰۱ کال په ګوانتانامو کي په ټوليزه توګه ۷۷۹ انسانان بنديان ول.

د امريکا اوسنی ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۰۹م کال د په واک راتلو راهيسي د ګوانتانامو د زندان د تړلو هڅې کوي. دا په داسي حال کي چي د بشر د حقونو نړۍ وال سازمانونه او د نړۍ بېل هيوادونه په کلکه سره د دغه زندان شتون او تګلاره تر تنقيد لاندي نيسي.

د ګوانتانامو زندان زياتره بنديان داسي دي چي خپلو هيوادونو ته نه سي لېږدول کېدلای ولي چي ورته ګواښ سته چي هلته به د شکنجې او ربړونو سره مخامخ سي. خو له بل اړخه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو ګوند په کانګريس کي د دې مخنيوی کوي چي د ګوانتانامو زندانيان امريکا ته ولېږدول سي. له همدې کبله د اوباما اداره د نورو داسو هيوادونو په تلاښ کي ده چي دغه بنديان ومني.