1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو زندان تړل کيږي، خو د بګرام زندان پاتيږي

۱۳۸۸ فروردین ۲۸, جمعه

د امريکې د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما غواړي د ګوانتانامو زندان وتړي، خو د افغانستان په بګرام کې پوځي زندان نه .د امريکې په پوځي اډه کې دغه بيخي يوازي پروت زندان حتی بايد نورهم جوړ شي ...

https://p.dw.com/p/HYyA
خلاص سوي بنديان
خلاص سوي بنديانانځور: AP

د بشري حقونو ټولنې غوښتنه کوي، چې بنديان بايد بالاخره د محکمې منظم بهير ته لاره ومومي .

«داوباما ګوانتانامو» - دا هغه نوم دی چې انتقاد کوونکي يې د کابل په شمال، بګرام کې د امريکې پوځي زندان ته ورکوي . ځکه په داسي حال کې چې د امريکې نوی ولسمشر د ګوانتانامو تړل غواړي، ورسره جوخت دبګرام له زندان څخه لاس نه اخلي او په دې ډول د پخواني ولسمشر جورج بوش سياست ته دوام ورکوي . د اټکلونو له مخې د امريکې د متحدو ايالتونو پوځ له 600 نه تر 650 تنو پورې بنديان په بګرام کې ساتلي دي . چې ځيني يې له کلونو راپديخوا هلته ساتل کيږي.

د زرغون دګوند سياستوال اوافغانستان پيژندونکی وينفريد ناختوای وايي چې ددوی ددقيق سرنوشت په اړه عامه اذهانو ته هيڅ شی نه روښانه کيږي،دی وايي چه،

«دا بايد سړی ووايي، چې بګرام تر اوسه يو تور ټکی دی . »

د سره صليب دنړيوالي کميټې څخه پرته بل هيڅوک دغه يوازي پراته زندان ته چې هيڅ عکسونه هم ورڅخه نسته، د ننوتو اجازه نه لري . له پخوانيو بنديانو پرته هيڅوک نه پوهيږي چې په دقيق ډول په بګرام کې څه تيريږي . له امنيستي انترنشنل څخه فيرديناند موګينتالر وايي چې د کلونو راهيسې له دغه زندان څخه په زرګونو تنه تير شويدي. دی وايی ،

«لا د لومړيو وختونو څخه د ربړونې او ناوړه چلند ډير رپوټونه له بګرام څخه وجود لري . له هغو څخه سړی پوهيږي چې بنديان په تړلو لاسونو اعدام شويدي، دوی بې خوبه ساتل شويدي، او په کوچنيو کوټو کې په ناممکنه او خراب حالت سره يو د بل سره په زور ځای شويدي .»

د امريکې د متحدو ايالتونو څخه مدافع وکيل پرديس کبريايي چې د ګوانتانامو بنديان يې هم په مؤکلينو کې راځي، د اپريل د مياشتي په پيل کې دجرمني په سفر کې د امريکايي پوځي زندان پر وضعيت نيوکه وکړه.

« د بګرام په زندان کې د بنديانو د بند شرايط د انديښنې وړ دي . هغه بنديان چې څه موده مخکې خوشي شويدي، د ربړونو او وهلو څخه رپوټ ورکوي . بنديان زياتره په قفسونو کې ساتل کيږي . که له سره صليب پرته کوم بل ناپيلي څارونکي دغه زندان ته د ورتلو اجازه ونه لري او بې طرفه محکمو ته د څيړنو اجازه ورنه کړل سي، نو دا ددې معنا ورکوي چې ناوړه چلند به لاهم دوام ومومي .»

دغه زندان په افغانستان يعني جګړه ايزه سيمه کې دی،او دامريکې حکومت د خپل جلاوالي له سياست څخه دفاع کوي . له دې امله امريکايي عدالت هلته پکار نسي وړل کيدای .

دګوانتانامو پرخلاف د بګرام بنديان نسي کولای په عدلي ډول خپل دحبس د محاسبې غوښتنه وکړي.

په دې ډول د بشري حقونو ټولنې لکه امنيستي انترنشنل غوښتنه کوي،چه

« په بګرام کې بنديان بايد په منظم ډول يوې محکمې ته لار پيداکړي، بايد د امريکې په متحدو ايالتونو کې دخپل بندي کيدو په وړاندي دعوا وکړي او هغه وخت په بند کې د ساتلو اجازه ورکړل شي، چې په منظمه محکمه کې ورباندې تور ثابت شي .»

يوې امريکايي دولتي محکمې څه موده مخکي د بګرام تيارو ته لومړنۍ رڼا راوسته : د اپريل د مياشتي د پيل د يوې فيصلې له مخي، د لومړي ځل لپاره دري تنه بنديان کولای سي، د يوې امريکايي محکمې په وړاندې په بګرام کې د خپل حبس حساب وکړي . دبشري حقونو ټولني دغه فيصله د يوه لوی ګام په توګه او د امريکې د متحدو ايالتونو د حکومت لپاره يي يوه څپيړه بولي.

دغه درې تنه بنديان ، نه افغانان دي او نه هم په افغانستان کې نيول شويدي، دوی د ترهګرۍ په تور په بهر کې نيول شوي او بيا د بګرام زندان ته وړل شويدي . امنيستي انترنشنل د امريکې د متحدو ايالتونو له ولسمشر اوباما څخه غوښتنه کوي چې په عملي ډول د غيرقانوني تسليمونو څخه بيرته راوګرځي.

«دې ته تر اوسه د ولسمشر لخوا پام نه دی شوی . سي آی اې لکه د پخوا په شان ددې حق لري چې يو چيري څوک وتښتوي او يو چيري يې واستوي . د مثال په ډول، بګرام ته.»

مدافعه وکيله پرديس کبريايي چې د امريکايي بشري ټولنو لپاره کار کوي په دې باور نلري چې بارک اوباما به د بګرام پوځي زندان وتړي، برعکس :

« موږ د امريکا د حکومت پلانونه لوستي دي، بګرام بايد داسي پراخ شي ،چې نور زر تنه هم پکښې ځای سي. د بګرام په زندان کې د نور آبادولو د کار شواهدموجود دي .که سړی سربيره پر دې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو ډيروالي ته پام وکړي، چې په نژدې راتلونکي کې يې وتل نه تر سترګو کيږي، نو کيدای شي وپتيل شي چې د بنديانو شمير به زيات شي او د امريکې د متحدو ايالتونو لپاره به دغه پوځي زندان لانورهم مهم شي .»

بګرام د ګوانتانامو بديل -، چي دبشري حقونو ټولني دا ممکن بولي .سياست اوس وخت ددې هيله کوي چې بارک اوباما ځان په دې موضوع کې دپخواني ولسمشر جورج بوش له لارې څخه راوګرځوي.

کراوزه / حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري