1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګاوک سره د مخه ښه مراسم تر سره سول

۱۳۹۵ اسفند ۲۸, شنبه

د يوآخيم ګاوک د ولسمشرۍ دوره د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۸ پای ته رسيږي. د نوموړي سره مخه يوه ورځ مخکي د آلمان د پوځ د تشريفاتي ډلې په ځانګړو مراسمو سره وسوه.

https://p.dw.com/p/2ZTC0
Verabschiedung von Bundespräsident Joachim Gauck
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د ولسمشر يوآخيم ګاوک دوره د هغه په وياړ په ځانګړو تشريفاتي پوځي مراسمو پای ته ورسېده. د هغه په وياړ دغه مراسم د آلمان د ولسمشرۍ د ماڼۍ بيلوو په پارک کي د جمعې په ماخستن (د ۲۰۱۷ د مارچ ۱۷ مه نېټه) د يو شمېر لوړپوړو حکومتي او دولتي چارواکو په ګډون تر سره سول.

په دغو مراسمو کي د آلمان د صدراعظمې مرستيال او د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل، د دفاعي چارو وزيره اورزولا فون دېر لاين، د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير او د برلين ښاروال ميشايل ميولر هم ګډون کړی ؤ. په ټوليزه توګه د آلمان د ولسمشر يوآخيم ګاوک سره د مخي ښې مراسمو ته ۶۰۰ مېلمانه راغلي ول. په دغو ۶۰۰ مېلمنو کي ۳۰۰ هغه د آلمان ملکيان هم شامل ول چي په بيلو داؤطلبانه پروژو کي مرسته کوي.

د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل په دغو مراسمو کي نه وه موجوده، ولي چي د امريکا د متحده ايالاتو په سفر بوخته وه. و امريکا ته د هغې سفر په واشنګټن کي د توپان له کبله د پلان څخه وروسته پېل سو چي دا دې لامل سو چي د ولسمشر سره د خدای په اماني مراسم او د امريکا سفر سره يوځای سي.

د «ګروسه څفن شټرايش» په نوم پوځي تشريفاتي مراسم د آلمان تر ټولو د جګ وياړ او تشريفاتو مراسم دي. دغه پوځي مراسم د ۱۶ عيسوي پيړۍ يا سليزي پوري رسيږي. په آلمان کي دغه مراسم د بيلګي په توګه د ولسمشر سره د مخه ښه پر وخت د هغه په وياړ تر سره کيږي.

د آلمان نوی ولسمشر ۶۱ کلن فرانک والټر شټاينماير به د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه) په رسمي توګه د ولسمشرۍ دفتر اشغال کړي. شټاينماير به د چهار شنبې په ورځ د خپلي دندې له پاره لوړه وکړي. د آلمان د بهرنيو چارو دغه پخوانی وزير به د آلمان ۱۲ ولسمشر سي.

شټاينماير د هغه وروسته د ګاوک ځايناستی کيږي چي ګاوک د ولسمشرۍ د دويمي دورې له پاره ځان نه ؤ کانديد کړی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.02.2017):