د کینیا ځواکونو د سومالیې پر بندري ښار برید کړی دئ
۱۳۹۱ مهر ۸, شنبهاعلان
د کینیا ځواکونو د سومالیې په بندري ښار کیسمایو باندې د جمعې په ورځ برید کړی دئ تر څو د الشباب پر نوم تندلارې ډله له دغه ښار څخه وباسي. کیسمایو د الشباب ډلې له پاره یو مهم ښار دئ ځکه چې له دغه بندر څخه د مالیې راټولول د دغې ډلې مهم عاید دئ. د کینیا ځواکونه له څو ورځو راهیسې پر دغه ښار باندې بریدونه کوي. زیاته شوې ده چې قسمایو د ښار بیرته نیول به په موگادیشو کې د نوې جوړې شوې ادارې له پاره لویه لاس ته راوړنه وي او پر دې سربیره به دولتي ځواکونو ته د سومالیې د سویلي برخو د بیرته نیولو په برخه کې هم لاره هواره شي.