1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کي 50 مړي پیدا سوي

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

روسي ژغورونکو تر اوسه پوري څه نا څه 50 مړي د تاتاريستان په «ولګا» کي موندلي دي. دغه مړي د هغو کسانو دي چي د «بلغاریا» نومي کښتۍ د ډوبیدو له امله یي خپل ژوندونه له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/11t7J
د ژغورني هڅي اوس هم رواني دي
د ژغورني هڅي اوس هم رواني ديانځور: dapd

دغه کښتۍ پرون «یکشنبه» د یوه پیاوړي توفان له امله ډوبه سوه. په کښتۍ کي 208 کسان سپاره ول. د کښتۍ د ډوبیدو په لومړیو ساعتونو کی یوازي 80 کسان وژغورل سول.

د ژوندیو کسانو د پیدا کولو له پاره پلټني نن «دوشنبه» هم رواني وي خو یو کس لاهم تر اوسه پوری ژوندی نه دی پیدا سوی.

اوس مهال په کښتی کي د ډوبو سویو کسانو خپلوان په بې صبرۍ سره د دي انتظار باسي چی د خپلو خپلوانو په اړه کوم خبر ترلاسه کړي. دا په داسي حال کي ده چي د ژوندي پاته سویو کسانو د موندلو چانس ډیر کم بریښی.

هټکل کیږي چی لږ تر لږه 30 ماشومان هم په دغه پیښه کي د 56 کلنۍ بلغاریا نومي کښتۍ سره ډوب سوي وي.

د روسيې جمهوررئيس دیميتري میدویدوف د سې شنبې ورځ د ملي ماتم ورځ اعلان کړي او د روسيې د ترانسپورتي سیستم د کره کتني غوښتنه يې کړي ده.

روسي ولسمشر ویلي چي اوس د روسې دولت په دي خبري پوهیږي چي دغه کیښتۍ په ښه حالت کي نه وه. ده زیاته کړي چي که د کښتۍ حفاظتي چاري په سمه توګه ترسره سوي وای، کیدای سوای چي دغه پیښه نه وای رامنځ ته سوي.

د روسيې د حکومت یوه وزیر هم ویلي چي دغه کښتۍ تر خپل ظرفیت ډیر خلکو بار کړي ول.

د روسيې د بیړنیو حالاتو وزیر، سیرګي شایګو، ویلي چي هغه ټول کسان چي په دغه پيښه کي ژوندي پاته سوي دي تر پوښتونو لانید نیول سوي. ده زیاته کړي چي اوس دغه خبره ښکاره سوې چي په کښتۍ کي 208 کسان سپاره ول.

دا په داسی حال کي ده چي تر دي وړاندي روسي چاراواکو ویلي وه چي دغه کیښتۍ یوازي د 140 کسانو له پاره جوړه سوي وه.

د روسي د بيړنیو چارو وزیر همداراز ویلی چي وروسته له هغه، چي ژغورونکو د کیښتۍ حالت لیدلي دا چی کوم کس اوس ژوندی پیدا سي له امکان څخه لري خبره ښکاري.

روسي چارواکو دغه راز دغه خبره کړي چي ډوبي سوي کښتۍ آن مخکي له دي چي د خپل تم ځای څخه حرکت وکړي په خپل چپ ماشین کي ستونزي درلودي.

روسي لوړپوړو چارواکو دا خبره هم کړي ده چي دغي کښتۍ د مسافرینو د انتقال کوم اجازه لیک «لایسنس» هم نه درلود.

په همدي حال کي د پیښي څخه ډیر شمیر ژوندي پاته سویو کسانو ویلي چي ډیری خلکو وروسته له هغي خپل ژوند له لاسه ورکړ، چي هغه کښتیو چي د پیښي پر مهال د سمیي څخه تیریدي د ډوبي سوي کښتۍ مرستي ته و نه دانګل.

د پيښي څخه ژوندی پاته سوی نیکولای کارنوف ویلي چي دوې کښتۍ د پیښه پر مهال د سیمي څخه تیري سوي خو یوي یي هم ددوی سره مرسته و نه کړه.

«دوه کښتۍ پرته له دی چی ودریږی له سیمي څخه تیري سوې. موږ دغو کیښتیو ته لاسونه وښورول، خو دوي و نه دریدي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل