1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ د ډوبیدو له کبله ۱۳ کډوال وژل شوي دي

۱۳۹۴ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

لږ تر لږه ۱۳ کډوال چې دوه ماشومان هم په کې شامل وو د سه شنبې په ورځ هغه وخت به اوبو کې ډوپ شول چې یونان ته یې د رسیدو هڅه کوله. د دغو کډوالو کښتۍ له ترکیې څخه حرکت کړی وو او په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1GWZY
انځور: Getty Images/M. Di Lauro

سیمه ییزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې سمندري ساتونکو همداراز له اوبو څخه ۲۰۵ کډوال چې له لرګیو څخه په یوې جوړې شوې کښتۍ کې سپاره وو ژغورلي دي. لا تر اوسه پورې د دغو کډوالو هیوادونه روښانه نه دي.

په وروستیو وختونو کې د ترکیې او نورو هیوادونو له لارې اروپا ته د رسیدونکو کډوالو په شمیر کې ډیر زیاتوالي راغلی دی. ډیر شمیر کډوال د سوریې، افغانستان او پاکستان هیوادونو دي.

تر دې مخکې د یوه وژل شوي سوریایي ماشوم انځور په نړیواله کچه پراخه غبرګونونه راوپارول. خو اوس هم د اروپایي ټولنې اوسیدونکي د دې موضوع پر سر سره ویشل شوي دي چې د کډوالو د ناورین پر وړاندې څرنکه غبرګون وښيي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب