1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کښتیو د غرقیدو په پيښو کې په سلونو مهاجر مړه شوي»

۱۳۹۵ آبان ۲۸, جمعه

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې په سمندر کې په سلونو کسان مړه شوي او یا هم لادرکه شوي دي. د دغې ادارې په وینا د موسم د خرابیدو سربیره هم قاچاقبران له لېبیا څخه د اروپا پر لور خلک په کښتیو کې لیږي.

https://p.dw.com/p/2SryA
Italien Grenzschutz im Mittelmeer
انځور: Guardia di Finanza

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په مدیترانې سمندرگې کې په تیرو درو ورځو کې د څلورو کښتیو د غرقیدو په پایله کې شا او خوا ۳۴۰ تنه وژل شوي دي. په دې سره په روان میلادي کې د هغو کسانو شمیر چې د سمندر له لارې یې اروپا ته د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ورک شوي په بې سارې توگه لوړ شوی دی.

د ایټالیې له پاره د آی او ام ویاند فلیو دی گیاکومو، ویلي دي چې په دې سره د دغو کسانو شمیر ۴۵۰۰ ته رسیدلی.

دی گیاکومو ویلي دي چې په ۳۴۰ کسانو کې سل هغه تنه هم شامل دي چې بې سرحده ډاکټرانو یوې ډلې د لیبیا ساحل ته څیرمه د چهارشنبې په ورځ د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو رپوټ ورکړی وو. ۲۷ تنه له ډوبیدونکي بیړۍ څخه ژغورل شوي وو او ژغورنکې ډلې اووه جسدونه له اوبو څخه راایستلي.

د ایټالیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې ۱۶۷۰۰۰ کسان ایټالیې ته راغلي دي. په ۲۰۱۵م کال کې د مدیترانې سمندرگي له لارې ایټالیې ته ۱۵۳۰۰۰ کسان راغلي وو او په ۲۰۱۴م کال کې بیا دغه شمیر ۱۷۰۰۰۰ کسانو ته رسیده.

ډیر شمیر کسان چې په خپلو هیوادونو کې یې له کړکیچ او بې وزلۍ څخه تیښته کړې وي په اروپا کې د پناه په لټه کې وي. دغه کسان د ځمکنۍ لارې د بندیدو وروسته له لېبیا څخه ایټالیا ته د سمندر له لارې د ځان رسولو هڅه کوي.

دغه کسان د سمندرونو د اوبو ډیروالي او د ژمي د موسم رارسیدو سربیره خپل سفر ته په ادامې ورکولو سره له خطره ډک سفر نور هم خطرناک کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):