1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو وزیر پر خپله څوکۍ پاتې شو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آبان ۱۸, شنبه

د افغانستان ولسي جرگې د شنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري، د کډوالو د ناخواله وضعیت په تور استیضاح کړ. خو هغه له دغه استیضاحیه غونډې بریالې ووت او پر خپله څوکۍ پاتې شو.

https://p.dw.com/p/1AEcM
انځور: DW/H.Sirat

د ولسې جرگې یوې تنې غړې فرخنده زهرا نادري، وویل چې افغان کډوال په آسترالیا او اروپا کې په ناخواله وضعیت کې قرار لري: «دغو افغانانو په آسترالیا کې له سخت چلند څخه اندیښنه درلوده. هغه کډوال چې بیرته خپل وطن ته راستانه شوي دي د کډوالو چارو د وزارت د ساتونکو له لوري ورسره هم سخت چلند شوی دی.»

د ولسي جرگې استازو وویل چې د بهرنیو هیوادونو سره د کډوالو د چارو د وزیر د یوې تفاهمنامې لاسلیک کول، له یو شمیر اروپایي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د راایستلو باعث شوي دي، خو انوري دغه مسائل په کلکه رد کړل او ویې ویل: «په هیواد کې د نافذو قوانینو پر اساس، زموږ یو شمیر کډوال نه یوازې زموږ له هیواد څخه بلکې له نورو هیوادونو څخه هم د هغو جرمونو پر اساس چې یې لري، د محکمې په حکم باید ووایستل شي.»

د کډوالو چارو وزیر وویل چې د اروپایي ټولنې یا له نورو هیوادونو سره یې داسې کومه تفاهمنامه نه ده لاسلیک کړې چې گواکې د هغې پر اساس دې افغانستان د افغان کډوالو د اخراجیدو په اړه موافقت کړی وي.

له دې سره سره چې د کډوالو چارو وزیر له سختو نیوکو سره مخامخ شو، خو د عمومي جلسې په پای کې د ولسي جرگې استازو د هغه ځوابونه قانع کوونکي وبلل او وزیر سلب صلاحیت نه شو.

د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل: «د ۲۷ سرو کارتونو په استثنا، د ولسي جرگې زیاترو غړو ته د کډوالو د چارو وزیر توضیحات د قناعت وړ وو، پر دې اساس وزیر صاحب لږ تر لږه پر خپله څوکۍ پاتې شو.»

د اجباري ایستلو پر ضد احتجاج

په عین حال کې د بشري حقونو په لسگونو تنو فعالینو د شنبې په ورځ د (۲۰۱۳م کال د نومبر ۹مه) د پارلمان د ودانۍ مخې ته له اروپایي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر ضد احتجاج وکړ. په دغو احتجاج کوونکو کې هغه افغانان هم شامل ول، چې له اروپایي ټولنې څخه راایستل شوي ول.

د بشري حقونو په لسگونو تنو فعالینو د شنبې په ورځ د پارلمان د ودانۍ مخې ته له اروپایي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد احتجاج وکړ.
د بشري حقونو په لسگونو تنو فعالینو د شنبې په ورځ د پارلمان د ودانۍ مخې ته له اروپایي هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد احتجاج وکړ.انځور: DW/H.Sirat

د زرغونې روشن، په نوم یوې تنې احتجاج کوونکي وویل: «موږ د افغانانو ستونزو ته د رسیدگۍ غوښتنه کوو، تر څو افغانان چې پر هر ځای کې ژوند کوي، له هغو بشري حقوقو څخه برخمن شي، چې نور انسانان ترې برخمن دي.»

احتجاج کوونکو وویل چې افغان پنا غوښتونکي د مرگ په قبلولو سره ځانونه آسترالیا او اروپا ته رسوي خو دغه هیوادونه د هغوی پنا غوښتنه نه مني.

یو شمیر احتجاج کوونکو د هغو افغانانو انځورونه له ځانه سره لیږدول چې اروپا او آسترالیا ته د تگ پر مهال د لارې په اوږدو کې یا وژل شوي دي او یا هم په اوبو کې غرق شوي دي.

«بې سرنوشته او سرگردانه یم»

رضا چې ۱۹ ورځي کیږي له ډنمارک څخه ایستل شوی دی، سترگې یې له اوښکو ډکې وې. هغه له خپلې کورنۍ سره د بیا یو ځای کیدو هیڅ هیله نه لري. د رضا پر مخ ستړیا او خفگان له ورایه لیدل کیږي.

نوموړی کډوال درې کاله تر مخه له ایران څخه ترکیې او له هغه ځایه ډنمارک ته ولاړ او په دغه هیواد کې یې د پنا غوښتنه وکړه خو د رضا په خبره بالاخره د ډنمارک دولت هغه له خپل هیواده وایست: «له کورنۍ سره ډنمارک ته تللی وم. درې کاله مې په یوه کمپ کې ژوند وکړ، خو ۱۹ ورځي کیږي چې زه یې له ډنمارک څخه افغانستان ته راواستولم. کورنۍ مې په ډنمارک کې ده او له هغوی هیڅ احوال نه لرم.»

دغه افغان کډوال چې د بغلان ولایت اوسیدونکی دی وایي چې په افغانستان کې د ژوند کولو له پاره هیڅ سر پنا نه لري او له سرگردانۍ او بې سرنوشتۍ سره مخامخ شوی دی. هغه وایي چې د کډوالو چارو وزارت ته یې مراجعه کړې او هغوی ورته ویلي دي چې دا دې خپل هیواد دی او پکې ژوند وکړه.

رضا وایي چې اوس د ژوند تیرولو له پاره کوم ځای نه لري او له محصلینو سره په یوه کوټه کې ژوند کوي: «گرانه ده، نه کورنۍ لرم او نه څوک آشنایان. کورنۍ مې په ډنمارک کې ده او خپله دلته ژوند کوم.»