1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د کډوالو ماشومان بايد په ښوونځيو کي شامل سي"

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

د پاکستان به بلوچستان ایالت کي ځينو افغان ښوونکو په دې پسي لستوڼي را نغښتي دي چي د کډوالو ماشومان په ښوونځيو کي شامل کړي. دوی په ټولو پنډغالو کي دغه کمپاين پيل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14AgJ
انځور: DW

په بلوچستان ايالت کي ځينو ښوونكو پتېيلې ده چي په ټولو پنډغالو كي به كور په كور ګرځي له مېندو او پلرونو څخه به په كلكه غوښتنه كوي چي خپل بچيان ښوونځيو ته ولېږي.

د دوى په خبره له ايالت څخه د باندي په خيبرپښتونخوا، پنجاب او كراچۍ كي به هم له افغان ښوونكو سره دغه خبره شريكوي چي هغه هم دغه ډول هڅي پيل کړي.

دغه كمپاين کوټي ته څيرمه په نوي سرانان کمپ کي تر يوې غونډي وروسته پيل سو.

په پاکستان کي ډيري افغان کډوالي کورنۍ دې ته زړه نه ښه کوي چي خپل کوچنيان ښوونځيو ته واستوي. ډيری خپل ماشومان په ډير کم عمر کي کار کولو ته هڅوي او له هغوی څخه د پيسو تمه لري.

د دغه كمپاين مشر ظاهر پښتون وايي چي دغه كار ئې په دې موخه پيل كړی دئ چي افغانان هم د نورو په شان زده كړو ته مخه كړي.

په كوټه كي د مهاجرينو رئيس مرتضى خورومي وايي چي كه په افغانستان كي هم دا رنګه كمپاينونه تر سره سي نو كېدای سي چې دا هيواد يو لوستى او پرمختللى هيواد جوړ سي.

د دغه كمپاين په غونډه كې ښوونكو د افغانستان د معارف له وزارت څخه په كلكه غوښتنه وكړه چې د زده كړي په برخه کي دي له دوى سره مرستي وكړي.

دغه كمپاين په بلوچستان ايالت كي د افغان ادبي ټولني او د كډوالو ښوونكو له لوري په داسي حال كي ترسره كيږي چي په افغانستان كي هم د نوي تعليمي كال و پيلېدو ته ايله څو اوونۍ پاته دي.

خو د دې هيواد په ډېرى سيمو كي خلګ د نجينو زده كړي شرم بولي او دې ته هم زړه نه ښه كوي چې هلكان ښوونځی ته پريږدي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل