1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د کړکیچ پر سر د آلماني مشرانو ترمنځ لانجې

۱۳۹۴ آبان ۹, شنبه

د آلمان د صدارت معاون زیګمار ګبریل، خبرداری ورکړ چې د کډوالو د کړکیچ د تنظیمولو په خاطر د محافظه کاره ګوندونو تر منځ اختلاف د دې لامل ګرځي چې حکومت و نه شي کولای په دې اړه لاس په کار شي.

https://p.dw.com/p/1Gxbr
Deutschland Angela Merkel und Horst Seehofer in Berlin
انګلا میرکل او هورست زیهوفرانځور: picture-alliance/dpa

د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته ولولئ.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر، تر منځ په دې وروستیو کې د دې پر سر لانجې رامنځته شوي دي چې هغه۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیونه کډوالو چې ډیری د منځني ختیځ څخه دې او ښایي سږ کال آلمان ته راورسیږي، څه ډول تنظیم شي.

انګلا میرکل چې د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) مشره ده وايي آلمان کولی شي دا شمیر کډوال تنظیم کړي او د پرانیستو دروازو پالیسي یې خپله کړې ده.

په بایرن ایالت کې د سوسیال مسیحي دیموکرات ګوند (CSU) مشر هورست زیهوفر، بیا وایي چې که چیرې میرکل خپله د کډوالو تګلاره سمه نه کړي نو د محافظه کار سیاسي اتحاد شتون به له ګواښ سره مخامخ شي.

ګبریل زیګمار چې د سوسیال دیموکرات ګوند SPD مشري کوي د شپیګل انلاین سره په مرکه کې ویلي دي چې محافظه کاره ګوندونه په «بې مسولیته» توګه عمل کوي چې دا عملکرد د خلکو تر منځ دا بې باوري زیاتوي چې ښایي آلمان نه شي کولی د کډوالو کړکیچ کابو کړي.

زیګمار زیاته کړې ده: «د کډوالو د قوي مهاجرت له کبله چې زموږ حکومت کومې ننګونې سره مخامخ دی، په پام کې نیولو سره د CSU او CDU ګوندونو تر منځ اختلافات د حکومت لاس پر کار کیدو ته ګواښ جوړوي.»

Berlin Kanzleramt Flüchtlingsgipfel
انګلا میرکل او ګبریل زیګمارانځور: Reuters/H. Hanschke

ګبریل چې د آلمان د اقتصاد وزیر هم دي همداراز ویلي دي: «هر څومره چې د محافظه کار اتحاد تر منځ لانجه دوام پیدا کړي، هغومره خلک به زموږ پر تګلارو بې باوره شي او ښي اړخه افراطیانو ته به لا نوره زمینه هم مساعده شي.»

زیهوفر او میرکل به د شنبې په ورځ له یو بل سره وویني او د کډوالو تګلارې پر اړه به خبرې اترې وکړي. وروسته له هغې به له ګبریل زیګمار سره هم دا خبرې شریکې شي.

اوس هم هره ورځ په زرونه کډوال د بایرن ایالت له لارې آلمان ته ځانونه رارسوي. د بایرن ایالت یوې محلې ورځپاڼې، پاسور نویه پریسه د شنبې ورځې په غونډې کې د کډوالو د راتګ د بهیر د ورو کولو له پاره د CSU ګوند د غوښتنو یو لست خپور کړی.

د دې ورځپاڼې پر حواله د CSU ګوند به په دې غونډه کې د آلمان له حکومت څخه وغواړي چې غیر قانوني کډوال بیرته سرحدونو ته و استوي او همدا راز په سرحدونو کې باید ترانزیني سیمي جوړې شي تر څو هغه کډوال چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي آلمان ته له ننوتو یي مخنیوی وشي او همداراز په دې غونډه کې به د اروپایي ټولنې د سرحدونو د ټینګولو غوښتنه هم وشي.

د SPD ګوند دوو مشرانو ویلي دي چې د زیهوفر دا غوښتنې به د محافظه کارو ګوندونو تر منځ اوسني اتحاد ته ګواښ رامنځته کړي او زیاته ګړې یي ده چې د هغوې ګوند به هیڅکله د ترانزیتي ساحو د جوړولو له مفکورې سره هوکړه و نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب