1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيوبا د اتل او ديکتاتور فيدل کاسترو ژوند ته لنډه کتنه

۱۳۹۵ آذر ۶, شنبه

د کيوبا پخوانی اوږدمهال واکمن فيدل کاسترو د ۹۰ کالونو په عمر ومړ. د هغه ژوند ته لنډه کتنه دلته لوستلای شئ.

https://p.dw.com/p/2TILc
Kuba Fidel Castro
انځور: picture-alliance/dpa/A. Ernesto

فيدل کاسترو هغه نطاق وو چې په ساعتونو ساعتونو به يې خپله وينا اورولای شوای. دغه انقلابي مشر به کله حتی په پر له پسې ډول پنځه تر اووه ساعته پورې خبرې کولې. اوس د کيوبا پخوانی ولسمشر د ۹۰ کلنۍ په عمر مړ شوی دی.

فيدل کاسترو به تل پر خپل اصلي رقيب، يعنې د امريکا په متحده آيالاتو باندې سختې نيوکې کولې. د کيوبا د دولت، حکومت، پوځ او يوازني ګوند مشر، کاسترو د ۲۰۱۲ کال په اپريل مياشت کې داسې ليکلي ول: «امريکايان به هيڅکله هم د ځمکې، اوبو، کانونو او زموږ د هېوادونو د طبيعي سرچينو په سر د کنترول خپلولو څخه لاس وانه خلي.»

فيدل، لکه څنګه چې کيوبايان ورته وايي، په ځوانۍ کې لا له سوسياليزم څخه ملاتړ کړی وو چې ټول عمر يې د خپلې مفکورې له مخې د عدالت او د کيوبا د خپلواکۍ له پاره مبارزه کړې ده. نوموړي صنعتي هېوادونه او ورپورې تړلی پانګوال يا سرمايه دار اقتصادي نظام نه خوښاوه.

له حقوقپوهنې څخه د ياغيانو تر مشرۍ پورې

فيدل الېخاندرو کاسترو روز، په ۱۹۲۶ يا ۱۹۲۷ م کال کې د کيوبا په ختيځ کې پروت په بيران نومي ځای کې دنيا ته راغلی او په يوه شتمنه کورنۍ کې بيا رالوی شوی وو. د حقوقو تر تحصيلاتو وروسته کاسترو په پلازمېنه هاوانا کې د مدافع وکيل په توګه کار شروع کړ. موکلين يې ورته په تېره بيا د غريبو سيمو څخه ورتلل. د محصل په صفت لا کاسترو سياسي فعاليت کاوه چې په ۱۹۵۲ کال کې بيا دی په پارلماني انتخاباتو کې د کانديد په صفت هم ودرېد. خو دغه انتخابات تر سره نه شول ځکه چې فولخېنسيو باتيستا چې يو څه موده ورڅخه د امريکا متحده آيالاتو ملاتړ هم کړی وو، د کودتا د لارې قدرت ته ورسېد.

له هغه وخت وروسته کاسترو دا هدف لاره چې باتيستا راوپرځوي او همنظره خلک په ځان باندې راغونډ کړي. د هغوی په منځ کې ارنېستو «چې» ګېوارا هم شتون راتهْ. په ۱۹۵۳ او ۱۹۵۵ کالونو کې د کاسترو د ياغيانو د پوځ په مټ د کودتا پر له پسې هڅې ناکامې پاته شوې. آلمانی ژورناليست او د کاسترو د بيوګرافۍ ليکونکی، فولکر سکيرکا، د کاسترو د کودتا د هڅو په هکله وايي:«کله چې کاسترو اعلان وکړ چې باتيستا به وپرځوي، خلکو فکر کاوه چې دی به لېونی وي.»

خو وروسته کاسترو خپل هدف ته ورسېد. باتيستا له کيوبا څخه وتښتېده. له دې کبله ډېر کيوبايان او د کاسترو پلويان کاسترو ته د آزادۍ بخښوونکي شخصيت په سترګه ګوري. کيوبا په شپېتمو کلونو کې له شوروي اتحاد څخه مرستې تر لاسه کولې. په ۱۹۶۲ کال کې شورويانو په کيوبا کې د منځني واټن توغندي ځای پر ځای کړل. خو د «کيوبا کړکېچ» په نوم بحران د اتومي جګړې د راټوکېدلو پرته پای ته ورسېد. خو په هغه وخت کې ورباندې لګېدلو اقتصادي بنديزونو تر نن ورځې پورې د کيوبا او د امريکا متحده آيالاتو تر منځ ارتباطات اغېزمن کړي دي.

کله چې شوروي اتحاد سره وپاشل شو، نو د کيوبا اقتصاد لا پسې ضعيف شو. کاسترو سره له دې هم د معارف او روغتيا په برخه کې ډېرې پيسې لګولې دي. خو په ورته وخت کې يې په کيوبا کې د جرمني د سفير، بېرند وُولفن، په خبره د نظر او مطبوعاتو آزادۍ محدودې کړې وې او خپل سياسي مخالفين يې ټول زندان ته اچولي ول.

په ۲۰۰۶ کال کې فيدل کاسترو سخت ناروغه شو چې ورور يې، راول کاسترو د ده ځای ونيوه. فيدل کاسترو ۴۹ کاله د کيوبا د مشر په توګه دنده اجرا کړه چې له کبله يې دی د شلمې پېړۍ په اوږدو کې هغه مشر بلل کيږي، چې تر ټولو زيات وخت يې په خپل هېواد کې واک په لاس کې لرلی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.05.2015):