د کيمياوي وسلو پرضد مبارزه کي «مهم گام»
۱۳۹۳ مرداد ۲۸, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هېگل، امریکایي ځانگړې بېړۍ «کېپ رې» له قوماندانانو سره تر تلیفوني خبرو وروسته اعلان وکړ چې «د سوریې د کیمیاوي وسلو خطرناکه برخه» چې د زینف او سایرن زهرجنو گازو د جوړیدو له پاره استعمالیږي، «د سمندر په آزادو اوبو» کې شنډه شوې ده.
د دغو شاوخوا ۶۰۰ ټنو کیمیاوي موادو د له منځه وړلو پروسه د جولای میاشتي په سر کې پېل شوې وه. د دغې پروسې له پاره په نوموړې بېړۍ کې یوه ځانگړې دستگاه (په پورتني انځور کي ښکاري) نصب کړل شوې وه، چې کیمیاوي جنگي وسلې د اوبو او نورو موادو په واسطه خنثی کړي. په پای کې نور خفیف زهري مواد په ټانکرونو کې ځای پر ځای کړل شوي دي.
له سوریې د آلمان د نیدرزاکسن ایالت پر لور
دغه عملیات د کیمیاوي وسلو د منع سازمان (OPCW) تر کنترول لاندي تر سره شول. سوریه د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر میاشت کې د نړیوال فشار له کبله دې ته چمتو شو، چې خپلي کیمیاوي وسلې له منځه یوسي. په سوريه کې د زهرجن گاز د برید یادون د لومړي ځل له پاره د پنجشنبې په ورځ تر سره کیږي. تیر کال په دغه برید کې تر زرو زیات انسانان ووژل شول، چې ډیری يې ماشومان ول. د سوریې حکومت او یاغیان د دغه برید مسئولیت يو پر بل باندي اچوي.
د پينتاگون د معلوماتو پراساس «کېپ رې» بیړۍ به اوس له مدیترانې سمندرگي څخه د آلمان او فنلنډ پر لور ولاړه شي. په دغو ځایونو کې به په ټانکرونو کې ذخیره کړل شوي مواد د صنعتي زبالې په څیر له منځه یوړل شي. د دې کار له پاره د آلمان د نیدرزاکسن ایالت په مونستر ښار کې یوه ځانگړې دستگاه موجوده ده.
«یو څرگند پیغام»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د کیمیاوي وسلو د زیرمو د ویجاړولو خبر، په ټوله نړۍ کې شریرو ته د خبرداري د یوه زېگنال په توگه ارزولی دی. اوباما یادونه کړې ده چې د پينتاگون له خوا د بریا ډک خبر «په څرگند ډول دا پیغام رسوي چې د دغسو کرکجنو وسلو استعمال خپل عواقب لري او نړیوالي ټولني ته د زغملو نه دي.»
اوباما زياته کړې ده چې متحده ایالات به په کلکه د دې څارنه وکړي چې سوریه به د کیمیاوي وسلو د تولید پاته دستگاوي به هم له منځه یوسي.
په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د تیر په شان «لا هم ډیر کارونه شته چې سر ته ورسول شي.» هغه ویلي دي چې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل د سوریې د واکمن بشارالاسد د وژونکو کیمیاوي وسلو د زیرمو د خنثی کولو په هڅو کې یو «مهم گام» دی.
کیري خپله دا ژمنه هم تکرار کړې ده چې د سوریې د منځلاري اپوزیسیون سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به ادامه ورکړي.